افغانستان د شل اوريزو کريکټ اتلوليو په غوراوي پړاو کې

Image caption افغانستان د يکشنبې په ورځ له کانادا سره لوبه لري چې اسانه نه ده

په متحدو عربو اماراتو کې د کريکټ د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره د غوراوي د سياليو لومړى پړاو بشپړ شوى دى.

په لومړي پړاو کې ټولو ١٦ لوبډو څلور څلور لوبې وکړې.

په اې گروپ کې افغانستان پاپونيوگيني، هالنډ، ډنمارک او نيپال ته په ماتې ورکولو تر ټولو وړاندې دى.

په بي گروپ کې بيا نميبيا ايرلنډ ته په ماتې ورکولو ډير حيرانه کړل او پاتې درې لوبې يې هم وگټلې او د افغانستان غوندې د خپل گروپ په سر کې ځاى لري.

د گروپ دويم پړاو د يکشنبه له ورځې پيليږي.هره لوبډله به درې درې نورې لوبې کوي.

افغانستان د يکشنبې په ورځ له کانادا سره لوبه لري چې اسانه نه ده.

کانادا څو مياشتې وړاندې په خپله خاوره که څه هم څلور ورځنۍ او يو ورځنۍ لوبې له افغانستانه وبايللې خو په شل اوريزو لوبو کې يې افغان لوبغاړي مات کړل.

په روانو سياليو کې هم کانادا په درو بريو ځلېدلې ده. له کانادا وروسته افغانستان له هانگ کانگ او بيا له برمودا سره سيالۍ لري.

که افغانستان دغه درې لوبې وگټلې نو پايلوبې ته لار مومي.

Image caption که افغانستان دغه درې لوبې وگټلې نو پايلوبې ته لار مومي.

په بي گروپ کې که نميبيا خپله روانه ښه لوبه وساتي نو ښايي په پايلوبه کې له افغانستان سره مخامخ شي.

د يادونې وړ ده چې د غوراوي تر لوبو وړاندې د چمتووالي په سياليو کې افغانستان نمېبيا ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.

د غوراوي د روانو سياليو لپاره قانون داسې جوړ شوى چې د پايلوبې گټونکى به نړيوالو اتلوليو ته لار مومي.

د گروپ اول نمبر لوبډلې پايلوبې ته رسيږي.د گروپ دويم او دريم نمبر د مقابل گروپ له دريم او دويم نمبر سره نيمه پايلوبه کوي.

د دوى د نيمه پايلوبو گټونکي به په خپلو کې پايلوبه لري، د هغې لوبې گټونکى به بيا د لومړنۍ پايلوبې له بايلودونکي سره بخت ازمويي او د هغو گټونکى به دويم ټيم وي چې په سرېلنکا کې د سپتمبر او اکتوبر په مياشتو کې د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د گډون حق ترلاسه کوي.

ورته مطالب