کريکټ: افغانستان کاناډا ته په ٤١ منډو ماتې ورکړه

Image caption دا کاميابي د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې دا د افغان ټيم پنځم پرله پسې برى دى.

په دوبۍ کې ترسره کيدونکې دا لوبه هغه وخت يو اړخيز څرگنده شوه چې افغانستان ١٧٤ منډې وکړې.

خو د کانادا لوبډلې په تيرو کلونو کې ښوولې وه چې د تيزې لوبې وړتيا لري.

دلته هم تر هغو خورا تيز روان و چې سميع الله شينوارى بالينگ ته راغى.

سميه په خپلو څلورو په زړۀ پورو اوورونو کې يوازې ١٤ منډې ورکړې او څلورکسه يې وسوځول.

دولت ځدراڼ دوه کسه ، ضمير خان، عزت الله دولتزي او کريم صادق يو يو کانادايي لوبغاړى ستون کړ.

د افغانستان دا کاميابي د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې پنځم پرله پسې برى دى.

تر دې وړاندې افغانستان پاپونيگيني، هالنډ، ډنمارک او نيپال ته ماتې ورکړې وې.

کانادا او هالنډ ته ماتې افغانستان ته په دې هم مهمې وې چې په نړيوالو درجه بنديو يې اغيز لري.

افغانستان اوس د شل اوريزو لوبو په لوبډلو کې په اتم نمبر دى چې خورا لوى وياړ دى.

د افغانستان منډې

تر هالنډ وروسته کانادا په اې گروپ کې د افغانستان لپاره تر ټولو پياوړې لوبډله ده.

کپتان نوروز منگل د پچې تر گټلو وروسته لومړى خپله منډو ته ملا وتړله.

د پيل دوو افغان لوبغاړو، کريم صادق او شبير نوري، ښه لوبه شروع کړه.

کريم د تل غوندې تيز ولوبيد پنځه څلوريزې او يوه شپږيزه يې ووهله او ټولې يې ٣٦ منډې خپلې کړې.

د لوبې په اتم اوور کې کريم وسوځيد، ورپسې شبير او نوروز منگل هم په همدغه اوور کې ستانۀ شول.

ناڅاپې له ٥٢ منډو هيڅوک نه سوځيدلي دريځ څخه افغانستان د اتم اوور په پاى کې ٥٣ منډې او درې کسه سوځيدلي حالت ته کوز شو.

روزونکي کبير خان تاکتيکي بدلون راوست، د نبي پر ځاى يې سميع الله شينوارى منډو ته ويوست.

دا بدلون بريالى شو.

سميع تيزه لوبه پيل کړه.

په ١٧ اوور کې چې شهزاد په ٢٧ منډو وسوځيد تر هغو سميع ورسره د ٨٠ منډو خوندوره او تيزه ملگرتيا کړې وه.

شهزاد په ٢٧ توپونو ٢٧ منډې وکړې او تر نور کله ورو روان و خو سميع خورا تيزه لوبه کوله.

سميع الله شينواري د درو شپږيزو او شپږو څلوريزو په مرسته يوازې په ٣٤ توپونو ٦١ منډې وکړې او اخر هم په منډه يا رن اوټ شو.

نبي او گلبدين هم تيزه لوبه وکړه او هدف يې ١٧٥ ته ورساوۀ.

د کانادا لوبډله د دومره منډو د ترلاسه کولو توان لري خو افغان بالرانو په دې سياليو کې ښوولې چې تر سيالانو کم نه دي.

د دې لوبې جزييات د بي بي سي پښتو فيسبوک څخه مخامخ ترلاسه کولى شئ

ورته مطالب