کريکټ: افغانستان هانگ کانگ ته کم سارې ماتې ورکړه

Image caption د افغانستان لپاره محمد شهزاد ۴۳، جاوید احمدي ۳۸ او کریم صادق ۲۲ منډې جوړې کړې.

د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په شپږمه لوبه کې افغان لوبډلې هانگ کانگ ته خورا لويه ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې رسيدل نژدې حتمي کړل.

هانگ کانگ په تيرو کلونو کې افغان لوبډله له پايلوبو راگرځولې وه.

خو په شارجه کې د پچې له گټلو وروسته هم هانگ کانگ داسې څه ونه کړل چې اوسنۍ افغان لوبډلې ته خنډ پيدا کړي. دولت ځدراڼ په لومړني اوور کې د هانگ کانگ دوه لوبغاړي وسوځول.

له دغه گوزار وروسته هاناگ کانگ لوبه کابو نه کړاى شوه.

يوازې عرفان احمد ودريد ٥٤ منډې يې وکړې او تر ډيره ځايه يې د لوبې وخت ډير کړ.

دولت ځدراڼ په خپلو وروستيو دوو اوورونو کې درې کسه نور هم وسوځول او په دې توگه په روانو لوبو کې لومړى لوبغاړى شو چې په يو وار يې پنځه کسه وسوځول.

عزت الله دولتزى هم په دې لوبه کې وځلېد.

دغۀ ١٩ کلن زلمي تيز بالر دوه لوبغاړي وسوځول او په لوبډله کې يې خپل ځاى لا ټينگ کړ.

د افغانستان منډې افغان لوبډلې داسې لوبه پيل کړه لکه بيړه چې يې وي.

کريم صادق د تل غوندې تيزه لوبه وکړه خو په ٢٢ منډو وسوځيد.

محمد شهزاد او جاويد احمدي د ١٢ اوور په لومړي توپ هدف ترلاسه کړ. له دې بري سره د افغانستان د منډو اوسط هم خورا لوړ شو.

افغان لوبډله به د سه شنبه په ورځ له برمودا سره لوبه کوي.

برمودا خپلې پنځه سره لومړنۍ لوبې بايللې دي، گومان نه کيږي چې له افغانستان ته دې هم کوم خنډ جوړ کړي.

اوس دا خبره نژدې يقيني ده چې افغانستان به له اې گروپ څخه پايلوبې ته رسيږي.

په بي گروپ کې نميبيا وړاندې ده او اټکل دا دى چې پايلوبه به د افغانستان او نميبيا ترمنځ وي.

د هغې پايلوبې گټونکى به نړيوالو اتلوليو ته لار موي چې د سپتمبر په مياشت کې په سرېلنکا کې کيږي.

د پايلوبې بايلونکى به يوه بله پايلوبه هم کوي چې د هغې گټونکى هم نړيوالو اتلوليو ته لار موندلى شي.

ورته مطالب