افغانستان د نړيوالو کريکټ شل اوريزو اتلوليو ته لار ومونده

Image caption افغانستان که دا لوبه وهم بايلي نړيوالو اتلوليو ته د رسيدا يو بل چانس لري

افغانستان د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په لومړۍ پايلوبه کې اووه لوبې کړې وې او ټولې يې گټلې وې.

خو اصلي برى به د پايلوبې گټل و چې نړيوالو اتلوليو ته يې رسول.

همدا کار وشو.

د بري اصلي ستورى دولت ځدراڼ و.

دۀ په داسې وهخت کې بالينگ کاوۀ چې د نمېبيا لوبغاړيو مورال خورا لوړ و.

هغوى افغان لوبغاړي يوازې ١٤٦ منډو پورې ايسار کړي و او د دوى بېټينگ په دې سياليو کې خورا ښه روان و.

خو دولت ځدراڼ په لومړني توپ يو کس بولډ اوټ کړ او د افغان لوبغاړو هوډ يې څرگند کړ.

د لومړي اوور په وروستيو توپونو د نمېبيا دويم کس هم وسوځيد.

په دريم اوور کې دولت ځدراڼ دريم کس وسوځاوۀ او ورسره يې د بري بنسټ کېښود.

پچه نوروز منگل وگټله، خپله يې منډو ته ملا وتړله خو د کريم صادق او جاويد احمدي د تيزو منډو په سر هم نورو لوبغاړو داسې منډې ونه کړې چې هيله ترې کيده.

کريم صادق ٢٨ او جاويد احمدي ٢٤ مندې وکړې خو نورو لوبغاړو د نمېبيا د ورو بالرانو په وړاندې تيزه لوبه ونه کړاى شوه.

١٤٦ منډې د نمېبيا پياوړو منډه جوړونکو ته ډيرې نه ښکاريدې.

دوى په دغو سياليو کې سليزې کړې وې او په يوه لوبه کې يې تر ٢٠٠ هم ډيرې منډې درلودې.

خو په پاى کې دا دولت ځدراڼ ، افتاب عالم او عزت الله دولتزى وو چې د نېميبيا پياوړې لوبډله يې داسې ايساره کړه لکه د شگو په ډيري چې سيلاب ورغلى وي.

افتاب عالم څلور کسه وسوځول خو د دولت ځدراڼ لومړنيو درو سوځونو ، د دۀ يو کيچ او د دۀ له لورې يو رن اوټ د نمېبيا ملا ماته کړه.

افغانستان به په دويم پرله پسې ځل نه يوازې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي اتل وي بلکې په دويم وار به په نړيوالو اتلوليو کې هم د کريکټ له تر ټولو پياوړو هيوادونو سره بخت ازمويي.

تير ځل هم روزونکى کبير خان و دا ځل هم د کبير خان په لارښونه افغانستان نړيوالو اتلوليو ته لار ومونده.

د لوبې په اړه تازه معلومات او ژوندۍ تبصره زموږ په فېسبوک کې تعقيب کړئ او خپل نظر وليکئ.

ورته مطالب