ایا انسان د ۷۸ دقیقو لپاره مړ کېدی شي؟

فابريس موامبا د انځور حقوق Getty
Image caption ډاکټران وايي کېدای شي د موامبا زړه فعالیت پرېښی وي، د زړه ټکان یې هم نه دی اورېدل شوی، خو زړه لا ژوندی و.

د انګریزي فوټبال لوبډلې د لوبغاړي فابریس موامبا د پېښې په اړه چې څومره جزییات راڅرګندېږي، هومره یې کیسه هم ورسره عجیبه کېږي.

نوموړی د یوه ''عجیب سړي'' په نامه هغه وخت ونومول شو، چې د بولتڼ او توتنهام لوبډلو ترمنځ په فوټبال سیالۍ کې یې د شنبې پر ورځ له (۰۶:۱۳) تر (۰۷:۳۱) پورې زړه کار پرېښود.

د لوبډلې ډاکټر وویل، چې موامبا ۷۸ دقیقې مړ شوی و.

خو دا څرنګه کېدای شي؟

تر اوسه یې د کیسې بشپړ جزییات لا نه دي په ډاګه شوي، خو غوره تحلیل دا کېدای شي چې زړه یې د کار د لوېدو پرمهال ډېر لږ کار کړی دی.

پر موامبا د زړه د حملې په راتلو سره د هغه زړه پاک درېدلی و، او بدن ته یې هېڅ وینه نه پمپ کوله.

ډاکټران وايي چې په دا ډول حالت کې ځینې پایلې رامنځته کېږي.

ډاکټران وايي کېدای شي د موامبا زړه فعالیت پرېښی وي، د زړه ټکان یې هم نه دی اورېدل شوی، خو زړه لا ژوندی و.

ددغه ۲۳ کلن لوبغاړي د دې حملې پرمهال د هغه د ژوندي پاتې کېدو ایله ۱۰ سلنه امکان ښودل شوی و، چې د هرې دقیقې په تېرېدا یې د مړینې کچه لوړېده.

خو د پېښې پرمهال د زړه متخصص ډاکټر او لاس په کار کېدو یې د هغه په ژغورنه کې ډېره مرسته وکړه.

موامبا د حملې له کبله سملاسي پر ځمکه راولوېد، خو ډاکټرانو ژر اکسیجن ورکړل، درې برېښنايي ټکانونه یې ورکړل، دا ټول د هغه د زړه د فعالیت د بېرته پیلېدو په هیله.

بیا، مرستندویه ډلې ژر روغتون ته یووړ او هلته یې بیا ۱۲ برقي شارټونه وخوړل، همدا وو چې زړه یې په درزېدا شو.

خو ایا د حملې پرمهال رښتیا هم موامبا د مړو په کتار کې و؟

د برتانیا د زړه د مؤسسې کاتي روس دا پوښتنه ځوابوي: ''ویلی شم چې هغه د مرګ او ژوند ترمنځ و. پر انسان د زړه حمله راځي او زړه یې فعالیت نه کوي، خو دا ډېره ګرانه ده چې په داسې حال کې سړی عاجله پرېکړه وکړي.''

نوموړې زیاتوي: ''طبي کارکوونکو ته غوره داده چې د زړه شاوخوا برخې کېکاږل شي، او دا چاره اته اویا دقیقې دوام وکړي، خو وړاندې مو ددا ډول پېښې په اړه هېڅ نه وو اورېدلي.''

ورته مطالب