ايرلنډ د شل اوریزو اتلولیو د غوراوي جام پورته کړ

افغانستان دوه کاله وړاندې په همدې سيالۍ کې ايرلنډ ته ماتې ورکړې وه خو اوس ايرلنډيانو خپل وار واخيست.

پچه افغان لوبډلې وگټله، خپله يې لوبه وکړه او يوازې يو سلو دوه پنځوس منډې يې وکړې.

د محمد شهزاد اوه اويا منډې کم سارې ښکاريدې خو پول سټرلنگ په تيزه لوبه کې شهزاد شاته پرېښود.

دولت ځدراڼ په لومړني توپ يو کس اوټ کړ او په خپلو څلورو اوورونو کې يې درې کسه وسوځول خو ايرلنډيان تيز روان و.

ايرلنډ د شل اوريزو اتلوليو د غوراوي جام پورته کړ خو افغانستان هم ورسره د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د گډون حق وموند.

دوه کاله وړاندې افغانستان اول او ايرلنډ دويم و خو دواړه په نړيوالو اتلوليو کې نه و ځليدلي دا ځل به وگورو چې د سپتمبر په مياشت کې څه کيږي.

د افغانستان منډې

د پچې تر گټلو وروسته اود منډو له انتخاب سره سم افغان لوبغاړو د تيزې لوبې هوډ ښکاره کړ.

په لومړني توپ کريم صادق شپږيزه ووهله.

داسې ښکاريدل چې افغان لوبغاړي د خورا لوى هدف په هيله راوتلي دي.

خو کريم صادق او زلمى لوبغاړى جاويد احمدي ژر وسوځيدل.

دې سوځيدا هم د لوبډلې پر تخنيک اغيز ونه لارۀ.

ښايي د لا تيزو منډو لپاره ميرويس اشرف د نوروز منگل پر ځاى ووت.

ميرويس په اتو توپونو نهه منډې وکړې او ورپسې نوروز منگل هم په لسو منډو کيچ ورکړ.

سميع او نبي هم لاړل خو يو لوبغاړى ولاړ و او د ايرلنډ لپاره يې ستونزې ډيرولې.

محمد شهزاد و چې په خپلو ښکلو ښارټونو يې ايرلنډي لوبغاړي حيرانه کړي وو.

شهزاد په اووه پنځوس توپونو د دوو شپږيزو او اوو څلوريزو په مرسته اووه اويا منډې وکړې چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې يې تر ټولو ډيرې منډې دي.

تر دې وړاندې د دۀ تر ټولو ډير منډې ناسوځيدلې څلور شپېته وې چې دوه کاله وړاندې د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په پايلوبه کې پر همدې ميدان له همدې ايرلنډ سره شوې وې.

شهزاد په نولسم اوور کې وسوځيد خو گلبدين نايب د وروستي اوور په وروستيو دوو توپونو دوه شپږيزې ووهلې او ايرلنډ ته يې د پام وړ هدف وټاکۀ.

دا منډې خورا ډيرې نه دي خو د افغانستان بالران هم تر اوسه ښه ځليدلي دي.

د ايرلنډ لوبغاړو خپلې تيرې څو لوبې د خپلو منډه جوړونکو په مټ گټلي نو اوس به د ښو بالرانو او ښو منډه جوړونکو خوندوره سيالي وي گوره چې څوک جام پورته کوي.

که پايله هر ډول وي دوه خبرې يقيني دي، دا دواړه هيوادونه نړيوالو اتلوليو ته رسيدلي او بله دا چې محمد شهزاد خورا خوندوره لوبه کوي.

ورته مطالب