مېلېبورن کريکټ کلب افغانستان ته پر تگ او لوبې غور کوي

لارډز لوبغالى
Image caption په لندن کې د لارډ لوبغالى د ايم سي سي مرکز دى

د کريکټ تر ټولو مشهور او لرغونى کلب مېلبورن کريکټ کلب چې د دغې لوبې د تر ټولو مشهور لوبغالي لارډ څښتن دى او د دغې لوبې د قوانينو په جوړولو او د لوبې د خپرولو لپاره خورا مشهور دى، اوس په دې فکر کوي چې جنگ ځپلي افغانستان ته سفر وکړي.

ايم سي سي وايي د مى په مياشت کې دوى خپله کالنۍ غونډه لري په هغې کې به دا پتېيي چې افغانستان ته لوبيز سفر کله او څرنگه ترسره کړي.

ايم سي سي وايي تر پاکستان افغانستان ډير خوندي ورته ښکاري چې ورشي او لوبه په کې وکړي.

د ايم سي سي ريس فيليپس هاډسن بي بي سي ته وويل:

" زۀ افغانستان ته ځم چې په کابل کې زموږ په مرسته جوړ شوي د کريکټ ميدانونه وگورم. وروسته به زۀ د پاکستان لاهور ته ځم."

دۀ زياته کړه چې تر پاکستان افغانستان کې د لوبې هيله ډيره ده.

په ٢٠٠٩ کال کې د پاکستان په سفر ورغلې سرې لنکايي لوبډلې باندې په لاهور کې بريد وشو او له هغه راهيسته يوازې افغانستان په پاکستان کې لوبې ته زړۀ ښه کړى دى او بل کوم هيواد نه دى ورغلى.

" زما په خيال له يوې لوبډلې سره د لوبې لپاره تر پاکستان افغانستان ته د تگ امکان ډير دى، زما په فکر موږ په افغانستان کې څه کولى شو او ډير وخت ته هم اړتيا نشته."

ميلبورن کريکټ کلب يو وخت د ټول انگلستان د کريکټ چارې پر مخ بېوللې او اوس د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې د دغې لوبې د غوړولو لپاره کار کوي.

دوى په ٢٠٠٦ کال کې په هند کې له افغانستان سره يوه دوستانه لوبه وکړه چې په کې يې ماتې وخوړه.

له هغې لوبې وروسته حميد حسن او محمد نبي د ايم سي سي له خوا وستايل شول او څو وارې انگلستان ته د دغه کلب له خوا د لوبو لپاره وربلل شول.

ورته مطالب