افغانستان له هالنډ سره خورا مهمه يوه ورځنۍ لوبه لري

سميع
Image caption افغان منډه جوړونکي له هالنډ سره په شل اوريزو لوبو کې ځليدلي و خو په يو ورځنۍ کې پاتې راغلل

د ٢٠١٥ کال د نړيوالو يو ورځنيو اتلوليو د غوراوي لوبې د اتو هغو هيوادونو ترمنځ له تير يوۀ کاله راهيسته روانې دي چې په خپلو کې څلور ورځنۍ لوبې هم کوي.

افغانستان له کانادا دوه لوبې وگټلې خو له متحدو عربو اماراتو يې وبايللې.

له هالنډ سره يې هم خپله لومړنۍ لوبه د پنجشنبه په ورځ وبايلله.

د شنبه په ورځ دغه دويمه لوبه په دې مهمه ده چې که دا هم افغان لوبغاړي وبايلي نو د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته به يې د رسيدا هيلې ډيرې کمې شي.

اوس د اتو هيوادونو په جدول کې افغانستان په پنځم نمبر دى.

ايرلنډ، سکاتلنډ ، متحد عرب امارات او هالنډ تر افغانستان مخته دي.

که افغان لوبډله د شنبه لوبه وگټي او له ايرلنډ، سکاتلنډ، کېنيا او نمېبيا سره په راتلونکو لوبو کې هم وځليږي نو ښايي بيا ځاى ومومي.

د ٢٠١٥ کال لپاره يوازې د سر دوه هيوادونه غوره کيږي.

په لومړنۍ لوبه کې د افغانستان منډه جوړونکي ناکامه شول.

داسې ښکاره شوه چې دوى لا هم له شل اوريزو لوبو ذهنآ نه دي وتلي.

د افغانستان په لوبډله کې د حميد حسن نشتوالى بې له شکه چې محسوسيږي خو دا د دوى بېټينگ دى چې د تل غوندې د دوى د ماتې سبب شوى.

له هالنډ سره په لومړۍ لوبه کې يوازې ١٥٣ منډې شوې وې او افغان لوبډله حتى د خپلو ټولو اوورونو په پوره کولو هم نه وه توانيدلې.

د شنبه د ورځې په لوبه کې به ټولې سترگې منډه جوړونکو ته وي.

ډير امکان شته چې ځينې نوي لوبغاړي د لوبې چانس ومومي، که داسې وشي دا به د راتلونکي لپاره ښايي ښه وي خو د اوس لپاره به هالنډ ته د ماتې ورکولو هيلې ټکنۍ کړي.

ورته مطالب