کريکټ: هالنډ په څلور ورځنۍ لوبه کې برلاسى دى

افغان لوبډله
Image caption افغان لوبډله تير ځل د څلور ورځنيو سياليو اتله وه

د څلور ورځنۍ لوبې د دويمې ورځې په پاى کې هالنډ: ١٣٣ او٢٢٨ افغانستان١٢٩ او ١١١ شپږ کسه سوځيدلي

هيله دا وه چې افغان منډه جوړونکو به د لومړۍ ورځې له لوبې څه زده کړي وي خو د دويمې ورځې په پاى کې هيله تش هيله پاتې شوه.

په دويم وار د افغانستان د پيل لوبغاړي د جاويد احمدي او شبير نوري پر ځاى شبير نوري او محمد شهزاد وو.

په لومړني اوور کې ١٠ منډې وشوې، داسې ښکاره شول چې افغانان په نوي هوډ لوبغالي ته راوتي دي.

خو دا هم تشه هيله وه. محمد شهزاد په صفر وسوځيد.

جاويد احمدي هم کومه منډه ونه کړه.

اصغر ستانکزي او شبير نوري تر يو ځاى لوبه ورسوله خو هير يې شول چې لوبه څلور ورځنۍ ده، شبير وسوځېد.

نوروز منگل او اصفر ستانگزي د څو پنځوسو منډو ملگرتيا وکړه داسې ښکاره شول چې تېر هير شو خو دغه ځاى و چې بيرته کيسه زړه په زړه شوه.

کپتان نوروز منگل د ١٧ منډو په کولو په يوۀ توپ پسې راووت او اسانه کيچ يې ورکړ.

اصفغر ستانکزي ٤٣ منډې کړې وې چې دۀ هم بالر ته کيچ ورکړ.

د دويمې ورځې په وروستي اوور کې دولت ځدراڼ هم وسوځيد.

افسر ځاځى ، محمد نبي ، سميع الله شينوارى او عزت الله دولتزى لا پاتې دي، که چيرې هغوى وچليدل لوبه ښايي کابو کړي که نه نو دريمه ورځ ښايي د هالنډ د بري ورځ وي.

د هالنډ وروستي لوبغاړي

د هالنډ اتم کس په ١٣٨ منډو سوځېدلى و. داسې ښکاريدل چې افغانستان به دومره لوى هدف نه ترلاسه کوي.

خو وروستيو دوو لوبغاړو يې بې جوړې ٩٠ منډې وکړې.

ورسره هدف هم تر ٢٠٠ واوښت.

عزت الله دولتزي پنځه کسه وسوځول.

د افغانستان د اول ځل منډو ته په پام سره دا هدف ډير دى خو که پخوانيو سياليو او افغان ريکارډ ته وگورو ښايي دومره هم نه وي.

د پام وړ خبره به دا وي چې ايا په دويم ځل افغان منډه جوړونکي د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو له سټايل او کار نه ځان وباسي او که نه.

دا څلور ورځنۍ لوبه ده دغه هدف ته لا هم څه باندې دوه ورځې شته چې ترلاسه شي.

بې له شکه چې کبير خان به خپلو لوبغاړو ته وايي چې احتياط احتياط او بيا هم احتياط.

البته دا نو بيا بېله خبره ده چې لوبغاړي پرې عمل هم کوي که نه.

هالنډي لوبه

د ډوډۍ او چايو تر وقفې پورې لوبه کې هالنډ ٥٤ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.

سميع الله شينواري او دولت ځدراڼ يو يو کس وسوځاوۀ خو ١٩ کلن عزت الله دولتزى بيا هم وځليد او درې کسه يې نور ستانۀ کړل.

په لوبه کې تر اوسه عزت الله دولتزي اته کسه سوځولي دي.

هالنډ د چايو تر وقفې ټول ټال ١٥٠ منډې مخته دى، د لومړۍ ورځ په پرتله په دويمه ميدان منډو ته جوړ ښکاري.

د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني کپتان او د لوبډلې د انتخاب کمېټې مشر ريس احمدزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته پرون ويل چې که چيرې هالنډ تر ١٨٠ منډو پورې هدف وټاکي افغانستان يې ترې پوره کولى شي.

د چايو تر وقفې وروسته به افغان بالران هڅه کوي چې پاتې دوه کسه ژر وسوځوي، که چيرې په رښتيا هم هدف تر ٢٠٠ منډو کم و دا امکان شته چې افغان منډه جوړونکي يې پوره کړي.

خو دا به تر ډيره په دې پورې وي چې له پرونۍ ورځې يې څه زده کړي که نه.

د سهار لوبه

په شارجه کې د دغې څلور ورځنۍ لوبې دويمه ورځ اسمان شين او د توپ اچول ځاى يا پيچ تر پرون لږ شين و.

ښايي همدا دليل وي چې توپ هغومره پرې نه خوځېدۀ لکه په لومړۍ ورځ چې وليدل شو.

هالندي لوبغاړو د افغانستان د تيزو بالرانو، دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي ښه مقابله وکړه.

Image caption دا به اوس پر محمد نبي او نورو افغان منډه جوړونکو پورې وي چې ترلاسه کړى هدف پوره کړي

تر يوۀ ساعت لوبې وروسته يې ٥٥ منډې وې او لا يې هم هغه يو لوبغاړى سوځيدلى و چې پرون د لوبې په وروستيو شېبو ترې تللى و.

د افغانستان تيزو بالرانو ښه بالينگ وکړ.

په ځانگړي ډول د زلمي بالر عزت الله ډير توپونه داسې و چې که بخت لږ ملگرتيا کړې واى لوبغاړي يې سوځولى شواى.

د سميع الله شينواري په راتگ د لوبې انځور يو څه بدل شو.

سميع په خپل دويم اوور کې دوه لوبغاړي وسوځول. داسې ښکاره شوه چې د شارجې دغه لوبغالى په لومړۍ ورځ د تيزو بالرانو او په دويمه ښايي د چورلوونکو ورو يا سپين بالرانو لپاره غوره ځاى وي.

د ډوډۍ تر وقفې پورې هالنډ د ٣ لوبغاړو په سوځېدا ٩٢منډې کړې وې، په لومړي ځل هم دوى د څلورو منډو برلاسي درلوده.

Image caption په شارجه کې د څلور ورځنۍ لوبې لپاره هغومره افغان مينه وال نشته لکه د شل اوريزو لوبو لپاره چې و که څوک شته هم د لوبې له حالته ډير خوښ نه ښکاري

که لوبغالى همداسې پاتې شي ښايي د ډيرو منډو ترلاسه کول هم افغان لوبډلې ته ستونزه نه وي.

په همدې ميدان وړم کال افغانستان له کانادا سره ٤٩٥ منډې په دويم ځل خپلې کړې وې.

خو هره لوبه بېل وخت او نوې وي، که افغان منډه جوړونکي هغسې لوبه وکړي چې دلته يې د لوبې په لومړۍ ورځ وکړه د بري هيله يې نشته.

ورته مطالب