تنخوا که چرګان؟

د انځور حقوق AP
Image caption په ازبکستان کې چې په کې د نغدو پيسو کمى دى په تنخوا کې د خوراکي توکو ورکړه په کليوالي سيمو کې عادي چاره ده.

د ازبکستان په ځينو سيمو کې ډاکټرانو او ښوونکو ته په تنخوا کې چرگان ورکول کيږي.

سيمه ييز چارواکي وايي له دې چارې نه يې موخه د هغه ځانگړي فرمان پلي کول دي چې په کې د کورني چرگانو د توليد د کچې لوړيدا غوښتل شوي دي.

خو ګوت نيوونکي په دې باور دي چې حکومت په دې توگه د لگښتونو د کمولو لپاره لارې چارې لټوي.

د ازبکستان په بخارا سيمه کې نږدې ۲۰۰۰۰ چرگان چې له سربيا نه په بېړۍ کې دغه هيواد ته ليږدول شوي وو وار له مخه د عامه خدمتونو د ادارو پر کارکونکو ويشل شوي.

د دغو چرگانو بيه د مامورينو له تنخواگانو نه اخيستل کيږي.

سيمه ييز چارواکي وايي د چرگانو اخيستل د هر چا په خپله خوښه ده او مامورين خوشاله دي چې دا چرگان چې ښې هگې ورکوي تر لاسه کړي .

خو يوې ښوونکې بي بي سي ته وويل ددې يوۀ خپلوان ته چې په يوه اپارتمان کې ژوند کوي لس چرگان ورکړل شول او هغه دا غورواى نه درلود چې له اخيستلو يې ډه ډه وکړي.

په ازبکستان کې چې په کې د نغدو پيسو کمى دى په تنخوا کې د خوراکي توکو ورکړه په کليوالي سيمو کې عادي چاره ده.

په پلازمينه تاشکند کې د يوۀ عادي مامور مياشتنۍ تنخوا په اوسط ډول ۳۰۰ ډالره ده چې په نورو سيمو کې يې کچه سلو ډالرو ته پريوځي.

د مينځنۍ آسيا په دغه هيواد کې په وروستيو کلنو کې د پيسو د پړسوب د لوړې کچې له امله نغدې پيسې کمې شوي او چارواکي د مامورينو تنخواگانې او تقاعدۍ د بريښنايي بانکي سيسټم له لارې په بانکي پور کارتونو کې جمع کوي.

خو خلک ګیله مند دي چې دغه سيسټم د پيسو ايستل ستونزمن کړی.

له دوديزو بازارونو نه د توکو را نيولو لپاره نغدو پيسو ته اړتيا ده او خلک اړ دي چې په دغو بازارونو کې هم چې بيې په کې خورا لوړې دي خپل بانکي کارتونه وکاروي.

ورته مطالب