د افغانستان کريکټ بورډ اداري مشر بيا بدل کړ

Image caption موده وړاندې له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي حامد شينواري ويل چې د لوړو زده کړو په هيله يې دنده پراېښې ده.

بي بي سي پښتو وېبپاڼې له باوري سرچينو خبر موندلى چې د افغانستان د کريکت بورډ اداري مسوول يو وار بيا بدل شوى دى.

دا بدلون د کريکټ بورډ د مشر او د افغانستان د ماليې د وزير ډاکټر عمر زاخيلوال په مشرۍ د شنبه په ورځ ( د اپريل ٢١) په يوه ځانگړې غونډه کې وشو.

د کريکټ بورډ اوسنى اداري مسوول نسيم دانش مرستيال ټاکل شوى او پر ځاى يې پخوانى اداري مشر حامد شينوارى راغلى دى.

ډاکټر حامد شينواري د ٢٠١١ کال په لومړيو کې د کريکټ بورډ د اداري مشر په توگه خپله دنده پرېښوده او هغه وخت يې وويل چې د شخصي دلايلو له امله دا کار کوي.

هغه مهال له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي حامد شينواري ويل چې د لوړو زده کړو په هيله يې دنده پراېښې ده .

ډاکټر حامد شينواري ويل دى په استراليا کې د روغتيايي اقتصاد په برخه کې د پي ايچ ډي يا دوکتورا لپاره زده کړې کوي.

د ٢٠١١ کال په جنوري مياشت کې له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ډاکټر حامد شينواري له خپلو لاسته راوړنو خوښي ښوولې وه خو ويل يې چې د کار په ترڅ کې له سياستوالو او د ملي شورا د غړو له مداخلې پکو شوى و .

دۀ ويل چې د لوبډلو د انتخاب په ترڅ کې به د ولسي جرگې اومشرانو جرگې وکيلانو سپارښتنې او سفارشونه ورته کول .

د ډاکټر حامد شينواري تر استعفى وروسته نسيم دانش د کريکټ بورډ د اداري مسوول په توگه لومړى د موقتي مشر په توگه ټاکل شوى و خو د سرپرست په توگه تر يوۀ کال ډيره موده پاتې شو.

ورته مطالب