بهاوي وايي د لندن له اولمپیک ۲۰۱۲ به 'ډک لاس' راستنېږي

بهاوي د انځور حقوق
Image caption بهاوي: ''د ۲۰۰۹ کال آسیايي سیالۍ مې ډېرې راته په زړه پورې وې، داسې احساس مې کاوه چې هېڅوک نه شي کولای ما مات کړي.''

افغان تکواندو کوونکی نثار احمد بهاوي تکل کړی چې د لندن د ۲۰۱۲ کال له المپیک لوبو به ډک لاس هېواد ته راستنیږي.

د ښاغلي بهاوي په وینا له هر راز سیالیو یې مډالونه ترلاسه کړي، خو د المپیک له لوبو کوم مډال نه لري، نو له همدې امله یې تصمیم نیولی چې د ۲۰۰۸ کال تر المپیک لوبو وروسته بیا هم خپلو سیالیو ته دوام ورکړم او دا ویاړ هم هېواد ته راوړي.

دی د تکواندو په برخه کې د هغو دوو لوبغاړو څخه یو دی چې د لندن په المپیک لوبو کې یې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

نثار احمد بهاوي یو له هغو ګوته په شمار لوبغاړو څخه دی چې د تکواندو په برخه کی یې ډېرې بریاوې تر لاسه کړي دی وايي په سر کې د تکواندو د لوبې په اړه ډېر نه پوهیدم او یواځې فکر مې کاوه چې په تکواندو کې د لغتو ویشتل ډېر دي. او ما هم چې ډېر د جګړو هنري فلمونه کتل او مینه مې ورسره ډېره وه نو په تکواندو مې پیل وکړ.

خو اوس د هېواد په کچه یوه پېژندل شوې څېره ده، چې په لسګونو کورنیو او نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او ډېر ویاړونه یې د هېواد په نوم کړي چې بېرغ یې هم لوړ رولی دی. ښاغلی بهاوي د خپلو نړیوالو لاس ته راوړنو په هکله وايي:

''له خپلې لومړنۍ نړیوالې سیالۍ مې د برونزو مډال ترلاسه کړ. بیا مې د اسلامي هیوادونو له سیالیو څخه هم د برونزو مډال وګاټه.

په ۲۰۰۷ کال کې مې تر ټولو ښه لاس ته راوړنه درلوده چې د افغانستان په تاریخ کې مې په لومړي ځل له نړیوالو اتلولیو د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په ۲۰۰۸ کال کې په دې وتوانیدم چې د المپیک په لوبو کې د ګډون سهمیه واخلم، خو په خواشینۍ سره له هغو لوبو مې کوم مډال ونه ګاټه. چې وروسته تر هغه مې بیا څو نور مډالونه ګټلي دي. په ټوله کې مې لس نړیوال مډالونه خپل هیواد ته راوړي دي''.

ښاغلی بهاوي اوس د لندن ۲۰۱۲ المپیک سیالیو ته په سختو تیاریو بوخت دی او غواړي چې د المپیک مډال ترلاسه کولو خپله دا هیله پوره کړي:

''ما خپله له هر راز سیالیو مډالونه ترلاسه کړي، خو د المپیک له لوبو کوم مډال نه لرم، نو له همدې امله مې تصمیم ونیو چې د ۲۰۰۸ کال تر المپیک لوبو وروسته بیا هم خپلو سیالیو ته دوام ورکړم. دا ځل که قسمت وو نو تمه لرم چې حتما به د المپیک له سیالیو مډال هېواد ته راوړم''.

افغان تکواندو کوونکو د نړیوالو اتلولیو له لارې ونه شو کولای چې د لندن په المپیک لوبو کې ګډون وکړي، خو دغه حق یې د اسیايي سیالیو له لارې خپل کړ.ک

نثار احمد بهاوي وايي د المپیک لوبو ته په ټیټه سترګه نه ګوري، ځکه په دغو سیالیو د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي سیالي سره کوي، خو وايي دوی هم تر چا کم نه دي او هغه وړتیاوې چې نور یې لري په دوی کې هم شته:

''له هرې لويې وچې درې درې کسان او یو تن د سپین کارت په نوم په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کوي، نو دا چې له یوې وچې درې تنه راځي حتما به دوی ډېر پیاوړي وي، خو خبر دا ده چې موږ هم تر هغوی کم نه یو، د خدای مرسته، د خلکو دعاګانې او زموږ خپلې او د روزنکو هڅې دي نو تمه لرو چې دا سیالۍ به ګټو.

دا طبعي خبر ده چې هر لوبغاړی باید خپل سیال ته په ټیټه سترګه ونه ګوري، خو خپله روحیه هم باید کمزورې نه کړي. نو موږ هم بشپړه تیاري لرو''.

ښاغلی نثار احمد بهاوي په ۱۳۶۳ لمریز کال کې زېږدلی دی او په ۱۳۷۴لمریز کال کې مې تکواندو د حیدري په کلپ کې پیل کړه او په ۷۸ کیلو وزن کې لوبه کوي.

د ابن سینا له لیسې فارغ شوی او اوس په یوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو په زده کړو بوخت دی . دده په وینا د پرله پسې تمرینونو او بهرنیو سیالیو او سفرونو له امله ېې د لوړو زده کړو په پیل کې لږ څه ځنډ رامنځ ته شو. او یو له هغو څلورو تنو لوبغاړو څخه دی چې د لندن المپیک په سیالیو کې یې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

ښاغلی نثار احمد بهاوي په ۱۳۶۳ لمریز کال کې زېږدلی دی او په ۱۳۷۴لمریز کال کې یې تکواندو د حیدري په کلپ کې پیل کړه او په ۷۸ کیلو وزن کې لوبه کوي.

د ابن سینا له لیسې فارغ شوی او اوس په یوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو په زده کړو بوخت دی. دده په وینا، د پرله پسې تمرینونو او بهرنیو سیالیو او سفرونو له امله يې د لوړو زده کړو په پیل کې لږ څه ځنډ رامنځ ته شو. دی د خپلې لومړنۍ تجربې په اړه وايي:

''په سر کې د تکواندو د لوبې په اړه ډېر نه پوهیدم او یوازې فکر مې کاوه چې په تکواندو کې د لغتو ویشتل ډېر دي. او ما هم چې ډېر د جګړو هنري فلمونه کتل او مینه مې ورسره ډېره وه نو په تکواندو مې پیل وکړ.

اوس ډېر خوښ یم چې تکواندو مې کړې ځکه دا لوبه د نړۍ په شاوخوا دوه سوه هېوادونو کې شته او ډېره مشهوره لوبه ده.

زما لومړنی لارښود استاد نوراحمد دلسوز دی چې زه یې له کوچنیوالي روزلی یم. د خپلو ښو روزنکو په هڅو سره مې ملي لوبډلې ته لار وموندله، چې دلته بیا نور روزنکي لرو.

په ملي لوبډله کې لومړی د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او بیا مې د لویانو لوبډلې ته غوره شوم او له هیواده بهر مې سیالۍ پیل کړې.

ما ډېره هیله درلوده او خوښېدل مې چې آسیايي او نړیوال مډالونه ترلاسه کړم، چې د خدای په فضل سره خپلو دغو هیلو ته ورسېدم. له کله مې چې په ۲۰۰۴ کې په نړیوالو، آسیايي او سیمه ییزو سیالیو کې ګډون وکړ، نو ډیر مډالونه مې ترلاسه کړي، د برونزو، سپینو زرو او سرو زرو مډالونه.

دوه کاله چې په روسیې کې کډوال وم، نو د روسیې په کچه مې په تکواندو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. له خپلې لومړنۍ نړیوالې سیالۍ مې د برونزو مډال ترلاسه کړ. بیا مې د اسلامي هېوادونو له سیالیو څخه هم د برونزو مډال وګاټه.

په ۲۰۰۷ کال کې مې تر ټولو ښه لاس ته راوړنه درلوده چې د افغانستان په تاریخ کې مې په لومړي ځل له نړیوالو اتلولیو د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په ۲۰۰۸ کال کې په دې وتوانېدم چې د المپیک په لوبو کې د ګډون سهمیه واخلم، خو په خواشینۍ سره له هغو لوبو مې کوم مډال ونه ګاټه چې وروسته تر هغه مې بیا څو نور مډالونه ګټلي دي.

په ټوله کې مې لس نړیوال مډالونه خپل هیواد ته راوړي دي.''

پوښتنه: له هیواده بهر مو په څو سیالیو کې ګډون کړی دی؟

ځواب: داسې دقیق مې نه دي شمارلي خو فکر کوم چې تر سلو ډېرو سیالیو کې مې ګډون کړی دی. په هیواد کې د ننه مې هم ګڼې سیالۍ کړي چې ښايي د ټولو کورنیو او بهرنیو سیالیو شمیر مې تر دوه سوو واوړي.

پوښتنه: د لندن المپیک لپاره څه تیارۍ لرې؟

ځواب: شاوخوا درې میاشتې مخکې چې له آسیايي لوبو هېواد ته راستون شوم، نو تر دوه اوونۍ آرام او استراحت وروسته مو بیا په تمرینونو پیل وکړ. د اولمپیک لوبو تر پیله مخکې ښايي په څو آسیايي او اروپايي سیالیو کې هم ګډون وکړم او لا ډېر تمرینونه وکړم. چې د اولمپیک لوبو تر رارسېدو نورې تجربې هم حاصل کړو، بل خوا سهار او ماښام په پرله پسې توګه جدي تمرینونه کوم.

پوښتنه: ولې مو د بیجینګ په اولمپیک لوبو کې مډال ونه ګاټه او آیا داسې تیارۍ لرئ چې وکولای شی د لندن له سیالیو کوم مډال ترلاسه کړئ؟

ځواب: د بیجینګ د لوبو په تړاو ما تل له خپلو خلکو بښنه غوښتې چې ومې نه شو کولای کومه لاس ته راوړنه ولرم، که څه هم د هغو سیالیو لپاره ما بې حده تیاري نیولې وه او څه باندې شپږمیاشتې مې پرله پسې تمرینونه کړي وو، د کوریا په یوه پوهنتون کې مې دوه میاشتې تمرینونه کړي وو، په کابل کې زموږ کوریايي روزونکي چې ډېر مهربان سړی دی مرستې راسره کړې وې، خو که عامو خلکو په ژبه ووایم په هغو لوبو کې به زما په نصیب مډال نه وو.

زه دېته خپه نه وم چې ولې مې مډال وانخیست، خپه دېته وم چې خلکو مو ډېره تمه لرله چې د اولمپیک له لوبو هېواد ته مډال راوړم.

ما خپله له هر راز سیالیو مډالونه ترلاسه کړي، خو د اولمپیک له لوبو کوم مډال نه لرم، نو له همدې امله مې تصمیم ونیو چې د ۲۰۰۸ کال تر اولمپیک لوبو وروسته بیا هم خپلو سیالیو ته دوام ورکړم.

دا ځل که قسمت وو نو تمه لرم چې حتماً به د اولمپیک له سیالیو مډال هېواد ته راوړم.''

ښاغلی بهاوي وايي د لندن اولمپیک سیالیو ته به هېڅ کمزوری لوبغاړی را نه شي، ځکه دغو سیالیو ته ۱۶ تنه غوره لوبغاړي راځي.

له ټولې نړۍ لومړی د نړیوالو سیالیو له لارې او بیا وروسته د لویو وچو د سیالیو له لارې د اولمپیک سیالیو ته لوبغاړي غوره کیږي موږ په نړیوالو سیالیو کې د ونډې حق ترلاسه نه کړ، خو د آسیايي لوبو له لارې مو دا حق خپل کړ.

له هرې لويې وچې درې درې کسان او یو تن د سپین کارت په نوم په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کوي، نو دا چې له یوې وچې درې تنه راځي حتماً به دوی ډېر پیاوړي وي، خو خبر دا ده چې موږ هم تر هغوی کم نه یو، د خدای مرسته، د خلکو دعاګانې او زموږ خپلې او د روزنکو هڅې دي نو تمه لرو چې دا سیالۍ به ګټو.

دا طبعي خبر ده چې هر لوبغاړی باید خپل سیال ته په ټیټه سترګه ونه ګوري، خو خپله روحیه هم باید کمزورې نه کړي. نو موږ هم بشپړه تیاري لرو، موږ هم د نورو لوبغاړو په شان انسانان یو، هغه ورزشي ستونزې چې په هیواد کې دي سترګې نه ورته نیسو، نو له همدې امله هیله لرو چې بیا هم د اولمپیک له سیالیو دوه مډالونه راخپل کړو او هېواد ته یې راوړو.

پوښتنه: آیا د نورو هیوادونو د لوبغاړو تاکتیکونه او تخنیکونه ستاسو په پرتله پرمختللي دي؟

ځواب: نه د تکواندو په سیالۍ کې مهمه دا ده چې څوک په خپل وخت او په فکر لوبه کوي او خپل سیال ته ضربه ورکوي ټول هغه تخنیکونه چې د نړۍ نور لوبغاړي یې کاروي موږ یې هم کاروو. د سیالۍ په ډګر کې باید د ګټلو روحیه له لوبغاړي سره وي.

پوښتنه: ته پخپله چې د لوبو ډګر ته راځې څه ډول روحیه لرې، وایې چې حتمي دا لوبه ګټم؟

ځواب: هو په سیالیو کې هم دا روحيه راسره وي چې باید ویې ګټم، خو بیا هم له هر لوبغاړي سره یوه وېره موجوده وي، ولې مهمه دا ده چې دغه ویره له ځانه لیرې کړﺉ. ځکه څومره چې یو لوبغاړی ویریږي نو سیال یې هم هماغه شان وېرېږي.

پوښتنه: آیا کله د سیالۍ د ډګر له حکم یا ریفري څخه ویرېدلی یې؟

ځواب: هو یو دوه ځلې وېرېدلی یم، څو ځله له دې حالت سره مخامخ شوی یم، ځکه ریفریانو راسره سیاسي چلند کړی، د بېلګې په توګه د ۲۰۱۱ کال په نړیوالو سیالیو کې خپل څلور سیالان مات کړل او له یوه آذربایجاني لوبغاړي سره چې د اولمپیک په لوبو کې به مې هم سیال وي مخامخ شوم، د ډګر ریفري تر ډېره زما د سیال پلوي کوله او کله مو چې پایله ۷- ۷ شوه، نو پایله یې د هغه په ګټه اعلان کړه حال دا چې باید زه بریالی ګڼل شوی وای، ځکه د تکواندو د قانون له مخې په داسې حالتونو کې هر چا چې چټک او بریدونه یې ډېر کړي بریالی اعلانیږي خو داسې ونه شول. نو له همدې امله کله ناکله د ریفریانو څخه ویره کیږي.

ښاغلی بهاوي وايي ښايي تر المپیک لوبو وروسته نور ونه شي کولای په سیالیو کې ګډون وکړي ځکه غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي نو له همدې کبله به په دغو لوبو کې خپلې هڅې لا ډېروي چې د اولمپیک مډال ترلاسه کړي. خو لا یې همپه بشپړه توګه خپل تصمیم نه دی نیولی.

پوښتنه: د خپل مهال وېش په اړه راته ووایاست؟

ځواب: سهار وختي تر لمانځه وروسته، تر اتو بجو بېلابېل تمرینونه کوم، اته بجې کورته راځم تر چای څښلو وروسته ځان د پوهنتون تګ ته چمتو کوم، تر زده کړو وروسته یو څه دمه کوم او بیا د مازدیګر له خوا تمرین ته ځم او د شپې تر اته نیمو نهو بجو هلته بوخت یم.

پوښتنه: کورنۍ ستا له دې بوخت مهال ویش سره څومره خوښه ده، ځکه تر اوسه دې لا واده هم نه دی کړی، که واده وکړې نو بیا به څه کوې؟

واده

ځواب: په پام کې لرم چې د ۲۰۱۲ کال اولمپیک تر سیالیو وروسته واده وکړم.

پوښتنه: ښه نو کوژده دې کړې؟

ځواب: نه لا تر اوسه نه.

پوښتنه: حتماً د خوښې کس خو دې ټاکلی؟

ځواب: [په خندا سره] نه لا تر اوسه هغه کار هم نه دی شوی.

پوښتنه: تاسو د خپلو تمرینونو خبر وکړه، آیا تاسو خپله هم چاته روزنه ورکوﺉ؟

ځواب: هو زه خپل یو شخصي کلپ لرم چې شاوخوا دوه تر دوه نیم سوه کسان په کې دي.

پوښتنه: نو داسې کسان مو روزلي چې که تاسې د تکواندو له ډګر څخه ولاړ شی نو ستاسو ځای ډک کړي؟

ځواب: هو زه پلان لرم چې تنکیو ځوانانو یوه ډله روزم او خپلې تجربې له هغوی سره شریکې کړم. او ځینې هلکان چې زما په کلپ کې تمرین کوي اوس یې ملي لوبډلې ته لار موندلې ده.

پوښتنه: د سپورت په نړۍ کې مو کوم اتل ډېر خوښیږي؟

ځواب: زما په اند هر څوک کولای شي اتل شي خو ډېر لږ کسان د اتلولۍ اخلاق له ځان سره لري نو ما ته اتل په پرتله د هغه کړنې ډېر ارزښت لري.

پوښتنه: کومه لوبه دې ډېره درته په زړه پورې او کومه یې ډېره ګرانه یا سخته وه؟

ځواب: د ۲۰۰۹ کال آسیايي سیالۍ مې ډېرې راته په زړه پورې وې، داسې احساس مې کاوه چې هېڅوک نه شي کولای ما مات کړي.

خو د ۲۰۰۷ کال نړیوالې سیالۍ زما یو له ډېرو سختو سیالیو وې چې په هغو کې وتوانېدم یوه ایراني اتل ته مې ماتې ورکړه، په هغې سیالۍ کې زما د بدن انرژي ټوله ختمه شوې وه، خو زما ډلې دومره وهڅولم چې له ځان سره مې وویل که مړ هم شم باید دا لوبه وګټم. چې هغه خوږه خاطره به مې هېڅکله هېره نه شي.

ورته مطالب