د اروپا د اتلو کلبونو اتله بارسلونا ماته شوه

فوټبال د انځور حقوق AFP
Image caption چلسي په نه مننونکې توگه بارسلونا ته ماتې ورکړه

د اروپا د اتلو کلبونو د اتلولۍ يا چمپينزليگ لومړنۍ پايلوبه د تير کال د اتل په ماتې تمامه شوه.

بارسلونا د لندن له چلسي سره سيالي درلوده او د ډيرو گومان دا و چې په اسانۍ به د ليون ميسي په شته والي اسپانيايي کلب پايلوبې ته لار ومومي.

دا امکان هغه وخت لا ډير شو چې د چلسي کپتان جان ټيري سور کارډ وليد.

چلسي د لوبې دويمه برخه يوازې په ١٠ لوبغاړو ولوبوله.

بارسلونا لومړنى گول په ٣٤ مه دقيقه کې وکړ او په ٤٣ دقيقه کې يې دويم گول هم وکړ چې که په همدې ډول پاتې واى نو چلسي ماتې خوړلې وه.

خو د لومړۍ برخې په وروستيو شېبو کې چې د چلسي کپتان هم له لوبې وتلى و په حيرانونکې توگه د لندن کلب گول وکړ.

د لوبې په دويمه برخه کې پرله پسې د بارسلونا بريدونه و.

د نړۍ اول نمبر لوبغاړي ليون ميسي پيناتي هڅه ومونده خو د گول د جال پر ځاى د گول ستن پرې وخوځيده.

ميسي د گول يوه بله ستن هم لږ وروسته وښوروله خو د گول جال د چلسي يوۀ اسپانيايي لوبغاړي توريز د لوبې په ٩٠ مه دقيقه کې وخوځاوۀ.

چلسي د دغو دوو لوبو لومړۍ هغه يو صفر گټلې وه.

په دې توگه په خپل تاريخ کې په دويم ځل د چلسي کلب د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو پايلوبې ته ورسيد.

د چارشنبه په ورځ به د اسپانيا ريال مادريد د جرمني له بايرن ميونيخ سره سيالي کوي، د هغوى گټونکى به له چلسي سره پايلوبې ته وځي.

ورته مطالب