بايرن ميونيخ له چلسي سره پايلوبې کې مخامخ شو

گول د انځور حقوق AP
Image caption گولونه لږ خو لوبه په زړۀ پورې وه

د جرمني بايرن ميونيخ د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو نهه ځلي اتل اسپانيايي ريال مادريد ته له پيناتي هڅو وروسته په ماتې ورکولو پايلوبې ته لار ومونده.

د دوو لوبو د لړۍ دا دويمه لوبه د ريال مادريد په لوبغالي کې وشوه او له ١٤ دقيقو وروسته د چا خيال او گومان نه و چې اسپانيايي کلب به د مۍ د ١٩ مې نېټې په پايلوبه کې نه وي.

پرتگالي ستوري کرستيانو رونالدو لومړى پر يوې پيناتي او بيا پر يوۀ بلې هڅې دوه گولونه وکړل.

لوبه د مادريد په گټه شوه او داسې ښکاريدل چې خبره د څو نورو گولونو ده.

خو جرمن کلب ميونيخ يو گول وکړ چې هغه هم د پيناتي په مټ و.

له هغې وروسته په عادي وخت کې بل گول ونه شو.

د دوى دواړو ترمنځ لومړنۍ لوبه چې په جرمني کې شوې وه هلته کوربه کلب دوه يو برى موندلى و.

د ريال مادريد دوه يو برى په دې مانا شو چې له ټاکلو دوو لوبو وروسته د دواړو گولونه مساوي وو.

اضافي وخت ورکړل شو خو په هغې کې هم گول ونه شو.

خبره د پيناتي هڅو ته لاړه.

د ريال مادريد لومړنۍ دوه پيناتي د نړۍ دوو تر ټولو تکړو لوبغاړو وويشتې او دواړه په کې ناکامه شوه.

لومړى کرستيانو رونالدو و او دويم د برازيل کاکا و.

دوى دواړو د گول ښيي لاس ته کونج په نخښه کړ خو جرمن گول ساتونکي دواړه هڅې وگرځولې.

ميونيخ خپله دريمه اوڅلورمه پيناتي ضايع کړه او لوبه له څلورو پيناتيو وروسته دوه دوه مساوي پاتې شوه.

په پنځمه هغه کې ريال مادريد گول ونه کړ او ميونيخ په گول کولو د مۍ د ١٩ مې نېټې پايلوبې ته ځان ورساوۀ.

دغه پايلوبه د بايرن ميونيخ په لوبغالي کې کيږي او سيالي به ورسره د لندن چلسي کلب کوي.

ورته مطالب