مسکو ميشتو افغانانو کريکټ لوبډله جوړه کړې

Image caption د مسکو د دوستۍ په نړيوال پوهنتون کې د لسګونو افغانانو په ګډون د ۱۴۵ هېوادونو محصلين پر زده کړو بوخت دي.

د مسکو په يوه پوهنتون کې افغان محصلينو له نورو هېوادونو سره د سياليو په هيله د کريکټ لوبډله جوړه کړې ده.

د مسکو د دوستۍ په پوهنتون کې د سريلانکا، هندوستان، بنګله دېش او نيپال اړوند محصلينو د لوبډلو ترمنځ د کريکټ سيالۍ پيل شوي او د افغان محصلينو لوبډله له دوى سره په دغو سياليو کې برخه اخلي.

د مسکو د دوستۍ په نړيوال پوهنتون کې د لسګونو افغانانو په ګډون د ۱۴۵ هېوادونو محصلين پر زده کړو بوخت دي.

افغان ځوانان وايي په مسکو کې د لوبې د وسايلو له نشتوالي سره مخامخ دي او د لوبې د اړتيا وړ توکي په مسکو کې نه موندل کېږي.

د محمداصف جبارخېل په نوم يوه افغان محصل رسنيو ته ويلي دوه کاله وړاندې يې د نيپال او سريلانکا هېوادونو له لوبډلو سره په سياليو کې ګډون کاوه.

د افغان محصلينو د لوبډلې کپتان خيبر علي خېل مني چې دوى دغو سياليو ته ډيرتيارى نه دى نيولى خو لوبغاړي له خپلې افغاني روحيې سره ميدان ته وردانګي.

د افغان محصلينو لوبډله لومړۍ له سريلانکا او بيا به له بنګله دېش سره سيالي ترسره کړي.

مسکو ميشتي افغان محصلين د فوټبال او واليبال لوبډلې هم لري چې د نورو هېوادونو له لوبډلو سره يې سيالۍ ترسره کړې دي.

ورته مطالب