د اولمپيک لپاره پر کورونو توغندي ښايي کېښوول شي

Image caption د ٢٠١٢ کال اولمپيک لوبې د جولاى له ٢٧ نېټې د لندن ښار په ختيځ کې تر سره کيږي.

د برتانيا د دفاع وزارت د لندن په ختيځ کې د روان کال اولمپيک لوبو د امنيت لپاره په دې فکر کوي چې لوبغاليو ته نژدې د خلکو پر مېنو له مځکې پر هوا توغيدونکي توغندي ولگوي که نه.

د دفاع وزارت د اولمپيک لوبغاليو ته نژدې د ٧٠٠ کورونو يوې مېنې ته ليک ليکلى او ورته ويلي يې دي چې د توغنديو د نصب خبره ممکنه ده.

د دفاع وزارت يوۀ وياند وويل دا لا تر اوسه پتېيله شوې نه ده چې داسې څه وشي که نه.

خو خلک اندېښمن شوي دي او وايي که چيرې دغه ډول کوم توغندى د دوى پر مېنو او يا هم ورسره جوخت نصب شي او هغه توغول شي ښايي ډيرې دوړې پيدا کړي او خاورې باد کړي.

يوۀ اوسيدونکي ويل په پيل کې يې داسې گومان کاوۀ چې څوک ورسره ټوکې کوي خو د ليک تر لوستو وروسته حيرانه شوي دي او په دې فکر کوي چې د خلکو له استوگن ځايونو سره نژدې د دا ډول توغنديو نصب به له امنيتي پلوه څه گټه وکړي.

Image caption په ليک کې ليکل شوي چې د وسله وال پوځ ځينې کسان به د مۍ له دويمې نېټې تر اوومې نېټې پورې په دغه سيمه کې د تمريناتو لپاره وي.

په ليک کې ليکل شوي چې د وسله وال پوځ ځينې کسان به د مۍ له دويمې نېټې تر اوومې نېټې پورې په دغه سيمه کې د تمريناتو لپاره وي.

په ليک کې وړاندې راغلي چې د مۍ تر لسمې نېټې پورې به لوى تمرينات کيږي چې د اولمپيک لوبو لپاره د امنيتي گامونو څيړنه وشي.

ليک دا هم وايي چې که حکومت دا وپتېيله چې توغندي وکاروي نو پوځيان به تر دوو مياشتو دغلته ځاى پر ځاى وي.

د دفاع وزارت دغه ليک د سيمې اوسيدونکو ته ډاډ ورکوي چې که ٢٤ ساعته پوليس او پوځ درسره وي تاسو ته خطر نه پېښوي بلکې د ترهگرو د بريدونو مخه ډب کوي.

د ٢٠١٢ کال اولمپيک لوبې د جولاى له ٢٧ نېټې د لندن ښار په ختيځ کې تر سره کيږي.

ورته مطالب