ميسي د گولونو ريکارډ مات کړ خو اتلولي نورو وگټله

ميسي
Image caption د ميسي جادوگرو پښو ډير سيال لوبغاړي سږ کال هيښ کړل

د اسپانيا په بارسلونا فوټبال کلب کې ارجنتايني لوبغاړي ليونل ميسي په يوۀ لوبيز کال کې د تر ټولو ډيرو گولونو ريکارډ مات کړ خو اسپانيايي اتلولي د ريال مادريد په برخه شوه.

ارجنتايني لوبغاړى ليونل ميسي د بارسلونا لپاره لوبه کوي او په روان لوبيز کال کې يې دومره گولونه کړي چې ډير ورته حيرانه و.

ميسي سږ کال کومه اتلولي خپله نه کړه خو د گولونو ريکارډ يې ټينگ کړ.

د اسپانيا د فوټبال ليگ "لا ليگا" اتلولي د بارسلونا تر ټولو لوى سيال ريال مادريد په برخه شوه.

د اروپا د اتلو کلبونو د اتلولۍ يا چمپينز ليگ له سياليو هم بارسلونا د نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل په پړاو کې ووته.

خو ميسي د چارشنبې په ورځ( د مۍ ٢) درې گولونه وکړل چې په روان لوبيز کال کې يې اوس د ټولو گولونو شميره ٦٨ ته ورسيده.

نژدې څلور لسيزې وړاندې د جرمني په بايرن ميونيخ کې جرد مولر ٦٧ گولونه کړي و چې تر اوسه په يوۀ لوبيز کال کې د يوۀ لوبغاړي له خوا تر ټولو ډير و.

د فوټبال لوبيز کال نهه مياشتې وي چې کلبونه په کې ايله تر ٦٠ ډيرې لوبې وکړي.

په دومره لوبو کې د يوۀ لوبغاړي له خوا دومره ډير گولونه ډير لږ ليدل کيږي.

خو ميسي سږ کال په نهو لوبو کې درې گولونه چې د " هيټريک" په نامۀ ياديږي خپل کړل.

بارسلونا به د ميسي له ريکارډونو سره هم په دې مايوسه وي چې د تير کال دواړه اتلولۍ يې له لاسه ووتې.

په هالنډ کې د ليگ اتلوليو وياړ د اييکس په برخه شو او په انگلستان کې لا تر اوسه دوه لوبې پاتې دي او څرگنده نه ده چې څوک به اتلولي خپلوي.

د مانچستر يونايتيد او مانچستر سټي کلبونه دواړه ٨٣ پوانيټونه لري او دوه لوبې ورپاتې دي.

په ايتاليا کې بيا اې سي ميلان په خورا پياوړي دريځ کې دى.

په پاتې دوو لوبو کې اې سي ميلان يوازې يوۀ پواينټ ته اړتيا لري چې يو وار بيا د ايتاليا اتل شي.

ورته مطالب