چلسي د انگلستان ايف اې کپ وگاټۀ

Image caption چلسي په دې بري د ليورپول هغه هيله ختمه کړه چې غوښتل يې سږ کال دوه کپونه وگټي.

د فوټبال د تر ټولو لرغونو سياليو ايف اې کپ ( د فوټبال فدراسيون اتلولي) يو وار بيا د لندن د چلسي کلب په برخه شو.

په تيرو شپږو کلونو کې دا څلورم ځل دى چې چلسي دغه وياړ گټي.

د شنبه په ورځ ( د مۍ پنځمه) د لندن په شمال کې د ويمبلې په لوبغالي کې ترسره کيدونکې پايلوبه دوه يو د چلسي په گټه پاى ته ورسيده.

د لوبې په لومړنيو ٤٥ دقيقو کې چلسي لاسبرې وه.

دوى په همدې موده کې دوه گولونه وکړل او داسې ښکاريدل چې ليورپول نور له دې سيالۍ وتلى دى.

خو په دويمه برخه کې ليورپول بدلونونه راوستل.

لوبه دومره بدله شوه چې چلسي ته د توپ رسيدل گران شو.

په همدې برلاسې موده کې ليورپول يو گول وکړ خو د دويم لپاره يې هڅې سر په سر شنډې شوې.

په څو اتيايمه دقيقه کې د ليورپول يوۀ لوبغاړي په سر توپ د گول په لور کوږ کړ.

دۀ د لمانځنې په دود خپلو ملاتړو ته منډه کړه خو لوبڅار گول ورنه کړ.

د تلويزيون بيا بيا خپرو شويو تکراري صحنو وښوده چې ټول توپ تر کرښې نه و اوښتى او په دې توگه گول ونه منل شو.

چلسي په دې بري د ليورپول هغه هيله ختمه کړه چې غوښتل يې سږ کال دوه کپونه وگټي.

دوى د ليگ کپ سيالۍ گټلې وې.

خو چلسي او ليورپول دواړه له دغو بريو سره هم روان کال ځانته ناکام بولي.

دوى دواړه ونه توانيدل چې د مانچستر يونايتيد او يا مانچستر سټي په څير د پريميرشيپ د گټلو لپاره بخت وازمويي.

چلسي د ترسره شويو ٣٦ لوبو په کتار کې په شپږم او ليورپول په اتم نمبر دى.

د ليگ ټولې ٣٨ لوبې دي چې د مۍ په ١٣ مه نېټه پاى ته رسيږي.

ورته مطالب