مانچستر سټي د انگلستان فوټبال اتلولي وگټله

د انځور حقوق PA
Image caption مانچستر ستي د لندن کيونز پارک رينجرز ته او مانچستر يونايتيد سندرلنډ ته يو صفر ماتې ورکوله.

له ٣٨ لوبو وروسته ښايي د انگلستان د فوټبال اتلوليو اتل په وروستيو ٣٨ ثانيو کې څرگند شوی وي.

په وروستۍ لوبه کې د مانچستر يونايتيد او مانچستر سټي دواړو کلبونو پواينټونه ٨٦ و خو سټي د گلونو په کتار کې وړاندې و.

د لوبې له اولې برخې وروسته دواړ کلبونو خپلو سيالانو ته يو صفر ماتې ورکوله.

مانچستر ستي د لندن کيونز پارک رينجرز ته او مانچستر يونايتيد سندرلنډ ته يو صفر ماتې ورکوله.

په دويمه برخه کې د مانچستر ستي لپاره دوه موقعې نه مننونکې وې.

د دوى پر گول دوه بريدونه وشول او دواړه په گول بدل شول.

د لوبې په وروستيو شېبو کې لا مانچستر ستي دوه يو بايلله چې د مانچستر ينايتيد لوبه يو صفر ختمه شوه.

که لوبه همدلته پاى ته رسيدلې واى مانچستر يونايتيد اتل و.

خو په اضافي وخت کې مانچستر ستي دوه گولونه وکړل او له ٤٤ کلونو وروسته يې د انگلستان د فوټبال اتلولۍ خپلې کړې.

د لندن ارسنل ويست برام ته درې دوه ماتې ورکړه او دريم مقام يې خپل کړ.

د لندن په شمال کې بل کلب ټاټنهم څلورم، نيوکاسل پنځم، چلسي شپږم ا ايورټن اووم مقام وموند.

ورته مطالب