يو استراليايي د ١٩ کلنو افغان لوبغاړو روزونکى شو

Image caption لاوسن د درېيو کلونو لپاره د پاکستان د کريکټ ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوى.

د افغانستان د کريکټ چارواکي وايي چې د ١٩ کلنو لوبغاړو لپاره يې يو پخوانى استراليايي لوبغاړى د روزونکي په توگه ټاکلى چې د نړيوالو اتلوليو پر وخت يې لارښونه او روزنه وکړي.

پخوانى اسټراليايي لوبغاړى جيف لاوسن د افغانستان د ١٩ کلنې ملي لوبډلې لپاره لنډمهالى روزونکی وټاکل شو.

جيف لاوسن د استراليا د ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسى بيټسمين او تېز بالر و.

افغان کريکټ بورډ وايي د ۲۰۱۲ کال د ١٩کلنو لوبغاړو د نړيوالو اتلوليو لپاره د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې لپاره نړيوال روزونکی ټاکل شوى دى.

لاوسن د درېيو کلونو لپاره د پاکستان د کريکټ ملي لوبډلې روزونکی هم و.

لاوسن به د افغان کريکټ بورد په وينا د ١٩ کلنو له ملي لوبډلې سره د ۲۰۱۲ کال د جولای مياشتې له ۲۳مې څخه د اګست مياشتې تر ۲۴مې نېټې پورې پاتې وي او د لوبډلې روزنه به پر غاړه ولري. د افغانستان د کريکټ بورډ د چارواکو په وينا جيف لاوسن د استراليا له هوا، لوبغاړو او چاپېريال سره بشپړه بلدتيا لري او وبه کولاى شي چې خپلې تجربې له افغان لوبغاړو سره شريکې کړي.

د ١٩ کلنو نړيوالو ۵۰ اوريزو سياليو اتلولۍ به د ۲۰۱۲ کال په اګست مياشت کې په استراليا کې پيل شي، په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د ١٦ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان دى او ډير داسې باور کېدۀ چې هغه ښايي له ١٩ کلنو لوبغاړو سره هم استراليا ته لاړ شي.

افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلنډ سره لوبې ترسره کوي.

جيف لاوسن د استراليا لپاره ۷۹ نړيوالې يو ورځنۍ، ۴۶ ټيسټ لوبې او ۱۹۱ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.

ورته مطالب