د روغتيا ټولنه د ګوزڼ په اړه اندېښمنه ده

د انځور حقوق
Image caption دروغتيا نړیوال سازمان وایي غواړي په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه چټک کړي.

په پام کې ده چې دروغتيا نړیوال سازمان دماشومان د ګوزڼ په اړه بیړنی حالت اعلان کړي.

د دغې ادارې په وینا په وروستیو دوو کلونو کې دغه ناروغي په چټکۍ سره په اروپا، افریقا او آسیا کې خپره شوې ده.

په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې پولیو دسیمې د یوې ناروغۍ په توګه موجوده وه.

په دې وروستیو کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په هغو هېوادونو کې بیا لیدل شوې چې له پولیو پاک ښودل شوي وو.

دروغتيا نړیوال سازمان وایي غواړي په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه چټک کړي.

دوی ویلي د دغې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه داسې یوې کچې ته رسیدلې چې دبریالتیوب او ناکامۍ دواړو امکان یې شته.

هند چې له دغې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان هېواد وو د روان کال په فبرورۍ کې له دغې ناروغۍ پاک وبلل شو.

خو په افریکایي هېوادونو، تاجکستان او چین کې په تېرو ۱۰ کلونو کې دغه ناروغي په لومړي ځل لیدل شوې ده.

د روغتيا دنړیوال سازمان غړي په جینيوا کې په لیدنه بوخت دي چې دماشومان د ګوزڼ ناروغي د بیړني حالت په توګه اعلان کړي.

د دغه سازمان داټکل له مخې که په دغه برخه کې کوټلي ګامونه وانه خیستل شي نو په ټوله نړۍ کې به هر کال ۲ لکه ماشومان ګوزڼ ووهي.

د روغتيا دنړیوال سازمان د پولیو د برخې مشر ایلوارد ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر لویان هم په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

"په تېرو دوو کالو کې په درې واړه نیمه وچو اروپا، افریقا او آسیا کې موږ د لویانو د ناروغیو شاهد پاتې شوې یو، په ډیرو برخو کې د هغو ۵۰ سلنه کسان مړه شوي هم دي. دا هم باید له یاده ونه باسو چې د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې پاتې راځو نو د دغی ناروغۍ د خپرېدا سره به بیا په دومره لویه کچه مخامخ شوو چې اوس مهال یې وړاندوینه ناشونې بریښي".

په جينيوا کې دبي بي سي خبریال ایموژن فوکس په وینا هند هغه هېواد دی چې د پولیو پر وړاندې مبارزه په کې ګټوره پرېوتې چې له دې امله دغه ناروغي په کې ختمه شوې ده.

دنوموړې په وینا د روغتيا نړیوال سازمان هیله لري چې مرستندویه هېوادونه په دې برخه کې ویښ کړي چې د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې کوټلي ګامونه اچوت کړي.

دنړیوال سازمان په باور د یوې ګډې هڅې په ترڅ کې کیدلای شي دغه نارغي نابوده شي.

پولیو یو خطرناکه ساري ناروغي ده چې عامل، یو ډول ویروس چې په عصبې سیستم برید کوي او د څو ساعتونو په لړ کې سړی په بشپړ ډول ګوزڼ وهي.

داسې اټکل کیږي چې دجکړو شتون، د واکسیناسیون په چارو د خلکو نا باوري هغه څه دي چې له دې امله د نړۍ کم شمېر ماشومان له ګوزن خوندي پاتې شي.

ورته مطالب