د ٢٠١٢ کال فوټبال اروپايي اتلوليو اې گروپ

Image caption پولنډ دا ډېر کلونه شوي چې په نړيوالو سياليو کې نه دى ځليدلى.

په اې گروپ کې کوربه هېواد پولنډ له درو پخوانيو اتلانو سره مخامخ دى، يونان، روسيه او د چک جمهوريت به سره بخت ازمايي چې کوم دوه ورڅخه دويم پړاو ته لار مومي.

يونان

په ٢٠٠٤ کال کې په حيرانوننکې توگه د اروپا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ وگټلې.

تر هغه وړاندې چا د فوټبال په ډگر کې د يونان په باب هيڅ فکر نه کاوۀ خو په پرتگال کې ترسره کېدونکې هغه اتلولۍ د يونان د فوټبال په تاريخ کې نه هېريدونکې وې.

دا ځل د غوراوي په پړاو کې يونان په اسانۍ اتلوليو ته لار ومونده خو پر دې سر بېره هم په سږنيو اتلوليو کې له يوناني فوتبال لوبډلې د چا سترگه بيا هم نه سوځي، ايا يونانيان به بيا د فوټبال مينه وال حيران کړي، که يې لنډ ځواب غواړئ ، ځواب مو، نه دى، خو دا لوبه ده هر څه ممکن دي.

پولنډ

په خپل کور کې لوبه دا گټه لري چې خپل ملاتړ او خپل چاپېريال لوبغاړي ته ښه معلوم وي خو عيب يې دا دى چې د هېوادوالو غوښتنه او هيله پر لوبغاړو رواني فشار ډېروي.

پولنډ دا ډېر کلونه شوي چې په نړيوالو سياليو کې نه دى ځليدلى.

د دې اتلوليو لپاره د غوراوي له پړاوه نه دي وتلي ځکه چې له اوکراين سره په گډه يې کوربانۀ دي.

د پولند مشهور لوبغاړى د لندن د ارسنل لوبډلې ٢٢ کلن گول ساتونکى سوژيني دى.

گول ساتونکي د مخالفې غاړې د گولونه مخه ډب کولى شي خو خپله گول نه کوي، په همدې دليل ډېر په دې باور دي چې پولنډ که ډېره توره وکړي نو دويم پړاو ته به ځان ورسوي خو تر هغه ور پورته تگ يې گران ښکاري.

روسيه

کله چې لا شوروي اتحاد نه و مات شوى د اروپا د لويې وچې اتلولي يې گټلې وه خو له کله چې روسيه يوازې شوې د فوټبال په ډگر کې يې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه چې د ٢٠٢٢ کال فوټبال نړيوالې اتلولۍ به يې په خپله خاوره ترسره کيږي.

د روسيې په لوبډله کې تکړه ستوري شته چې ښه تجربه لري.

ارشاوين يو له هغو لوبغاړو دى چې په يوازې سر د لوبې برخليک ټاکلى شي خو اوس څو ديرش کلن ارشاوين هغسې نه دى چې څو کاله وړاندې و.

ډېر امکان شته چې روسيه په اې گروپ کې له پولنډ يا د چک جموريت سره دويم پړاو ته لار ومومي خو د حيرانتيا خبره به نه وي که روسان له يونانيانو سره يو ځاى له لومړي پړاوه بيرته کور ته ستانۀ شي.

چک جموريت

چکي لوبغاړي د اروپا د لويې وچې د اتلولۍ وياړ لري خو دا هغه وخت و چې لا سلواکيا ورسره وه.

له کله چې چک او سلواکيا سره جلا شوي د چک جمهوريت لپاره په فوټبال ډگر کې تر ټولو لوى برى د ١٩٩٦ کال اروپايي اتلوليو کې تر پايلوبې ځان رسول و.

په هغه پايلوبه کې جرمني ماتې ورکړه خو چکي لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه.

له هغه راهيسته د چک جموريت ډېر داسې لوبغاړي نه دې لرلي چې د پام وړ وي.

په اوسنۍ لوبډله کې يې گول ساتونکى پيتر چک چې د لندن له چلسي کلب سره لوبه کوي او د ارسنل په لوبډله کې لوبيدونکى روزيسکي هغه لوبغاړي دي چې د چک په ملي لوبډله کې د پام وړ دي.

چک ملي لوبډله ښايي دويم پړاو ته رسيدل لويه توره وبولي تر هغې ورتېرېدل به گران وي خو د ٢٠٠٤ کال يوناني بري ته په پام سره هر څه ممکن دي

ورته مطالب