د ٢٠١٢ کال فوټبال اروپايي اتلوليو بي گروپ

کرستيانو رونالډو د انځور حقوق Reuters
Image caption د کرستيانو رونالډو په شته والي پرتگال يو له هغو لوبډلو ده چې تر ماتې د بري هيله ترې ډيره کيداى شي.

په بي گروپ کې له درو پخوانيو اتلانو جرمني، هالنډ او ډنمارک سره پرتگال مخامخ دى.

په دوى کې ښايي يوازې ډنمارک کمزورى وبلل شي پاتې درې يې هر يو د دغو اتلوليو د گټلو توان لري.

جرمني

جرمني يوازنى هېواد دى چې د اروپا د لويې وچې اتلولۍ يې درې واره گټلي دي خو په وروستي ځل يې دغه وياړ ١٦ کاله وړاندې د انگلستان په خاوره خپل کړى و.

د جرمني په لوبډله کې لکه څرنگه چې د ٢٠١٠ کال په نړيوالو اتلوليو کې وليدل شول خورا ځوان او تکړه لوبغاړي يو ځاى شوي دي. اوزيل او پدولسکي يې يوازې دوه نومان اخيستلى شو چې ښايي ډير ترې وډار شي.

په بي گروپ کې به لوبه جرمنيانو ته اسانه نه وي ځکه چې هالنډ او پرتگال به سخته سيالي ورسره وکړي خو حيرانوونکې به وي که جرمن لوبغاړي دويم پړاو ته لار ونه مومي.

هالنډ

ون پرسي، ويزلي سنايدر، کلاوس هينټر او ارين راوبين هغه څلور لوبغاړي دي چې په يوازې سر هم د يوې لوبې برخليک ټاکلى شي خو د هالنډ په لوبډله کې يوازې همدا څلور نه دي نور لوبغاړي يې هم ترې کم نه دي.

هالنډ دوه کاله وړاندې د فوټبال په نړيوال جام کې پايلوبه وبايلله او له هغه راهيسته د سږ کال د اروپايي اتلوليو د غوراوي په پړاو کې بې له کوم خنډه تير شول.

د ډيرو په گومان هالنډيان ښايي د روانو اتلوليو اتلولي خپله کړي په همدې دليل له لومړي پړاوه وتل يې حتمي دي خو د هالنډ د فوټبال تاريخ تل راته وايي چې لوبغاړي يې خپلمنځي

اختلافونه لري او ډير کله د استعداد له امله نۀ بلکې د خپلو کې ورانيو له کبله له اتلوليو پاتې شوي وي.

که د هالنډ لوبډله يو موټې پاتې شوه نو نيمه پايلوبه يا پايلوبه به بې د دوى له شته والي حيرانوونکې وي.

پرتگال

Image caption د ١٩٩٢ کال د اروپايي اتلوليو حيرانوونکى اتل ډنمارک که په بي گروپ کې يوه لوبه وگټي خولۍ بايد له وياړه کږه کړي.

د کرستيانو رونالډو په شته والي پرتگال يو له هغو لوبډلو ده چې تر ماتې د بري هيله ترې ډيره کيداى شي.

پرتگالي لوبغاړي له تخنيکي پلوه پياوړي دي، دفاع يې تر پخوا يو څه کمزورې ښکاري خو په منځډگر او بريد برخو کې بايد ترې سترگه وسوځي.

د پرتگال بخت ښايي په دې کوټه وي چې په بي گروپ کې ورسره هالنډ او جرمني شته.

که پرتگال دويم پړاو ته رسيږي نو د جرمني او هالنډ څخه يو بايد تر خپل وس او استعداد خرابه لوبه وکړي خو که دا خبره د رونالدو مينه والو ته وکړئ ښايي وخاندي ځکه چې رونالدو

په يوازې سر هم د ډير څه کولو وس لري.

ډنمارک

د ١٩٩٢ کال د اروپايي اتلوليو حيرانوونکى اتل ډنمارک که په بي گروپ کې يوه لوبه وگټي خولۍ بايد له وياړه کږه کړي.

جرمني، هالنډ او پرتگال ته ماتې ورکول اسانه نه دي.

د ډنمارک لوبډله د خپلو درو سيالانو خلاف کوم لوى ستورى نه لري خو لوبغاړي يې په ميدان کې خواريکښ ښکاري او خپل سيال ته لوبه ډيره گرانوي.

د ډنمارکيانو هيله به همدا وي چې خپل سيالان په خپلې دفاع ستړي کړي او که بخت ياري وکړه کوم يو نيم گول وکړي او ځان او جهان گوته په غاښ کړي.

ورته مطالب