کريکټ کې انگلستان ويسټ انډيز ته بيا ماتې ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption انگلستان په لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې هم ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه.

د ناتينگهم په ښار کې د انگلستان او ويست انډيز ترمنځ دويمه پنځه ورځنۍ لوبه په څلورمه ورځ د کوربه هېواد په بري پاى ته ورسيده، د درو لوبو په لړۍ کې انگلستان اوس دوه صفر وړاندې دى.

ناټينگهم د انگلستان ښار دى خو د دغې پنځه ورځنۍ لوبې لپاره هوا د ويسټ انډيز وه. په تک شنۀ اسمان کې د ويسټ انډيز کپتان سمي پچه وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.

١٣٦ منډو باندې د ويسټ انډيز شپږ لوبغاړي سوځيدلي و او داسې ښکارېده چې د دوى پريکړه سمه نه وه. خو د کپتان سمي نيت بل و. دۀ له سمويل سره په گډه ٢٠٤ منډې وکړې او په دويمه ورځ چې د ويسټ انډيز اوله پاڼۍ يا نوبت پاى ته رسيده دوى ٣٧٠ منډې کړې وې.

سميويل او سمي دواړو سليزې وکړې. په ځواب کې د انگلستان کپتان اندرو ستراوس هم سليزه وکړه او په ٤٢٨ منډو يې اول نوبت پاى ته ورساوۀ.

ويسټ انډيز خپل دويم نبمر په ٥٨ کمو منډو پيل کړ. د سر لوبغاړي يې يو په بل پسې بيا وسوځېدل او يو وخت يې يوازې ٦١ منډې وې او شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

بيا سمويل او سمي سره ودريدل، خو سمي په ٢٥ منډو وسوځيد او سمويل په ٧٦ ناسوځيدلو منډو تر پايه ودريد. د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په دويم ځل يوازې په ١٦٥ منډو وسوځيده.

دوى انگلستان ته د بري لپاره د ١٠٨ منډو هدف وټاکۀ. د دغه هدف د موندلو لپاره انگريز کپتان ستراوس په ٤٥ منډو وسوځيد خو اليستر کوک او جانتن ټراوټ تر پايه ودريدل او لوبه يې وگټله.

انگلستان په لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې هم ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه.

د درو پنځه ورځنيو لوبو وروستۍ لوبه که ويسټ انډيز وهم گټي لړۍ يې بايللې ده.

ورته مطالب