د افغانستان کريکټ ١٩ کلنه لوبډله په تمرين کې

د خپريدو وخت: 14:31 گرینویچ - چارشنبه 30 می 2012 - 10 غبرگولی 1391

د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنه لوبډله په رتلونکو دريو مياشتو کې د اسيا د لويې وچې په سياليو او په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي، چې په ماليزيا او استراليا کې ترسره کېږي خو چمتووالى ورته په جلال اباد کې روان دى.

    • د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنه لوبډله په راتلونکو درو مياشتو کې د اسيا د لويې وچې په سياليو او په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي، چې په ماليزيا او استراليا کې ترسره کيږي خو چمتووالى ورته په جلال اباد کې روان دى.

      د اسيا د لويې وچې سيالۍ د جون په مياشت کې او نړيوالې اتلولۍ د اگست په مياشت کې ترسره کيږي.

      افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ته د استراليا يو پخوانى بالر روزونکى ټاکلى دى خو په جلال اباد کې کبير خان، ريس احمدزى او ولي امين پر لوبغاړو پام کوي.

    • د افغانستان د ١٩ کلنو په لوبډله کې هم تيز بالران د پام وړ دي.

      کبير خان چې يو وخت خپله هم تيز بالر و د ١٩ کلنو لوبډلې بالرانو ته نوي تاکتيکونه ورزده کوي.

      کبير خان په دې باور دى چې يو وخت به همدا تنکي ځوانان ملي لوبډلې ته راځي او بايد له دغه پيله يې بنسټ سم کېښودل شي.

    • ريس احمدزى، دولت احمدزى او ولي امين تنکيو لوبغاړو ته د دمې پر وخت تېرې تجربې يادوي.

      ريس او دولت کلونه کلونه په ملي لوبډله کې لوبيدلي دي.

      دوى تنکي ځوانان له خپلو تجربو خبروي.

      استعداد طبعيي دى خو تجربه د وخت په تېرېدا موندل کيږي که تنکي ځوانان خپلو پخوانيو تجربه لرونکو لوبغاړو ته غوږ شي، پايلې يې ښايي ښې وي.

    • له فزيکي پلوه چمتووالى تر ټولو مهم بلل کيږي.

      که د لوبغاړو ساه پخه نه وي او يا يې بدن پوره چمتو نه وي نه يوازې يې د ټپي کيدا چانس ډير وي بلکې په لوبو کې ښايي وهم نه ځليږي.

      په همدې دليل په جلال اباد کې د روزنې پر وخت تنکي ځوانان پرله پسې له فزيکي تمريناتو تيريږي چې سياليو ته چمتو واوسي.

    • بيټينگ يا د منډو جوړولو برخه تل د افغانستان د کريکټ لوبډلو ته ستونزمنه چاره وه.

      افغان بالرانو ډير کله د منډه جوړونکو ناکامي راگرځولې ده.

      خو په جلال اباد کې د تمرينونو پر وخت منډه جوړونکو ته د نيټ يا جال جلا تمرين ښه پرېمانه دى.

      د ماليزيا هوا او لوبغالي ښايي جلال اباد ته ورته وي خو په استراليا کې به کيسه بدله وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .