د اسپانيا هغه لوبغاړى چې سترگې ور اوړي

Image caption زاوى د گڼو کسانو له منځه توپ وباسي.

"زاوي" په ونه نسبتآ ټيټ خو د نڅاگرو پښو او د فوټبال په ډگر کې د خورا لوى استعداد خاوند دى.

دى منځډگرى يا ميډفيلډ لوبغاړى دى.

د بارسلونا په کلب کې لوبه کوي او ان په هغه له ستورو ډک کلب کې هم زاوي خپل ځاى لري.

زاوى د گڼو کسانو له منځه توپ وباسي.

دى دا هنر لري چې خورا سخت پاس ووينو او خپل ملگري ته توپ ورسوي.

پر لوبې او لوبغالي داسې نظر لري لکه کوم باز چې پاس ناست وي او لاندې مځکه ورته ټوله ښکاريږي.

د دۀ گول جوړونکي پاسونه د سيالې لوبډلې دفاعي ملا ماتوي.

په ٢٠٠٨ کال کې چې اسپانيا د اروپا د لويې وچې اتلولۍ په دويم وار گټلې زاوي په کې د سياليو غوره لوبغاړى وبلل شو.

هغه وخت د دۀ له لورې ترسره شوي ٨٩% پاسونه خپل هدف ته رسيدلي وو چې خورا لويه خبره ده.

په پايلوبه کې د زاوي پاس و چې فرنيندو توريز ته يې ورکړ او هغه پر جرمني گول وکړ او اسپانيا اتله شوه.

د ٢٠١٠ کال په نړيوالو اتلوليو کې هم زاوى تر بل چا کم نه و.

په سويلي افريقا کې د ترسره شويو نړيوالو اتلوليو په لوبو کې زاوي په هرو ٥٧ ثانيو کې يو پاس کړى و.

که څه هم په زاوي اوس کلونه اوښتي دي خو داسې ښکاري چې دا ځل به هم د فوتبال مينه والو سترگې د دۀ نڅاگرو پښو او د فوتبال له هنره ډک سر ته وي.

که زاوي وځليد د اسپانيا مخه به په گرانه نيول کيږي

ورته مطالب