وتلی افغان کانفو لوبغاړی احسان شفيق ومړ

Image caption ښاغلی شفيق د برتانيا او اروپايي جنګي لوبو د اتلوليو ګټونکی هم و.

د افغانستان مشهور کانفو لوبغاړی احسان شفيق د ٣٦ کالو په عمر په ناروې کې د زړه د درېدو له امله مړ شوی او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې دي.

ښاغلی شفيق د برتانيا او اروپايي جنګي لوبو د اتلوليو ګټونکی هم و.

د ارواښاد شفیق یوه نژدې دوست بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، چې احسان الله شفیق د تېرې دوشنبې په ورځ له لندنه ناروې ته د دوستانو لیدو لپاره تللی و.

سرچینې دا هم وویل چې له غرمنۍ وروسته نوموړی د فوټبال لوبې ته ولاړ، خو د لوبې پرمهال یې ویل چې معده یې درد کوي.

نوموړی ددوشنبې ورځې ماښام مهال د درد د ډېرېدو له کبله روغتون ته وړل شوی، او په عاجله څانګه کې یې له څو ساعتونو وروسته ساه ورکړې ده.

د ښاغلي احسان نژدې دوست ویلي چې شاید د راتلونکې جمعې پر ورځ د هغه جنازه کابل ته ولېږدول شي.

د هغه دوستان وايي چې کابل او ناروې دواړو کې به یې جنازه وشي.

ارواښاد شفيق په اووه کلنۍ کې له خپل ورور وحيدالله شفيق نه د کانفو په زده کړه پيل وکړ.

نوموړي په ټوله نړۍ کې د شاولين کانفو ښوونه کوله او په لندن کې اوسېده.

احسان شفيق له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې کانفو ښووله او په بېلابېلو ملي او نړيوالو سياليو او اتلوليو کې يې ګډون کړی و.

ښاغلي شفيق له ۹۹ نه ۹۳ جنګي لوبې ګټلې وې چې کانفو، کاراتې، کېک بوکسېنګ، سانشو او نور په کې راځي.

نوموړی ناروې ته د يوه نژدې دوست پوښتنې ته ورغلی و او د جون په ۵ مه د ګهيځ په دريو بجو يې زړه ودرېد او دا نړۍ يې پرېښوده.