ډنمارک په فوټبال کې هالنډ حيران کړ

ډنمارک د انځور حقوق AP
Image caption د ډنمارکيانو په لاس دوه ځله توپ د ډي کرښې دننه ولگيد خو لوبڅار د هالنډيانو د پيناتي غوښتنه ونه منله.

د بي گروپ لومړنۍ لوبه د ډيرو په گومان تر پيل وړاندې لا څرگنده وه چې هالنډ به يې گټي.

ډنمارکيانو نه يوازې نور گوته په غاښ کړل ښايي ځان يې هم حيرانه کړى وي.

د لوبې په ٢٤مه دقيقه کې کوهن ډيلي گول وکړ او ورسره يې دفاع ته ملا وتړله.

د لوبې په ترڅ کې تر ډيره توپ له هالنډ سره و.

٥٣% وخت توپ له هالنډيانو سره و، نهه ځله يې پر ډنمارکي گول شوټونه وکړل او ٢٠ ځله يې له گوله يوۀ يا بل اړخ ته شوټ کړ، يو ځل يې ستن ووهله خو د گول جال يې ونه خوځاوۀ.

ډنمارک اووه شارټه پر گول او يو دباندې لارۀ او يوازې يو کارنر يې درلود چې د هالنډ د ١١ کارنرونو په پرتله هيڅ و.

هالنډيانو خورا ډير چانسونه له لاسه ورکړل، داسې چانسونه چې په هره بله ورځ ښايي په اسانۍ په گول بدل شوي واى.

لوبڅار هم ښايي له ډنمارک سره په ناپوهلي ډول مرسته وکړه.

د ډنمارکيانو په لاس دوه ځله توپ د ډي کرښې دننه ولگيد خو لوبڅار د هالنډيانو د پيناتي غوښتنه ونه منله.

په نړيوالو سياليو کې له ١٩٦٠ مو کلونو راهيسته دا لومړى ځل دى چې ډنمارک هالنډ ته ماتې ورکوي.

هالنډيانو په ١٩٨٨ کال کې هم خپله لومړنۍ لوبه بايللې وه خو په هغه کال يې پايلوبه وگټله.

که دا ځل هم هالنډ هغه سيالۍ تکراروي نو دفاع يې بايد تر دې لومړنۍ لوبې ښه وي.

ورته مطالب