ايتاليا له اسپانيا سره لوبه مساوي کړه

Image caption د ايتاليا له گوله درې دقيقې نه وې تيرې شوې چې د ارسنل پخواني کپتان فبريگاس د اسپانيا گول وکړ.

دا د دوو هغو هيوادونو ترمنځ لوبه وه چې د تيرو دوو نړيوالو اتلوليو اتلان و. ايتاليا د ٢٠٠٦ کال او اسپانيا د ٢٠١٠ کال نړيوالې اتلولۍ گټلې وې او دلته هيله دا وه چې د اتلانو غوندې لوبه به کوي.

خو د لوبې تر پيل وړاندې چې د اسپانيا لوبډله ښکاره شوه ډير ورته گوته په غاښ و. اسپانيا هيڅ فارورډ يا بريدگر لوبغاړى نه درلود. منځډگرى لوبغاړى سيس فبريگاس يې تر ډيره د بريد پړه په غاړه لرله.

ايتاليا د خپل فوټبال دود سره سم دفاع کوله او ښه يې کوله.

دسې وخت به هم و چې ١٠ سره ايتاليايي لوبغاړي به په دفاع کې ولاړ و.

اسپانيا لنډ لنډ پاسونه کول او ډيره هيله يې دا وه چې د چمن په منځ منځ کې د ايتاليا دفاع ماته کړي. ايتاليا بيا له دفاع سره جوخت کاري بريدونه هم کول.

په لومړي پړاو کې د ايتاليا گول ساتونکى بوفان دومره بوخت نه و لکه د اسپانيا کپتان او گول ساتونکى کاسيس چې وليدل شو.

Image caption د لوبې په پاتې برخه کې اسپانيا پر له پسې بريدونه وکړل خو گول يې په برخه نه شو.

دويم پړاو تر لومړني ښه پيل شو.

دواړو غاړو بريدونه وکړل. که اول پړاو د شطرنج لوبه وه دويم بيا ولېبال ته ورته شوه. ايتاليا بريدونه وکړل او د دوى همدا بريدونه و چې بالاخر ديناتالي په ٦٠ مه دقيقه کې خوندور گول وکړ. په يوۀ پاس د اسپانيا دفاع ماته شوه او ديناتالي د گول کيڼ اړخ ته په کونج کې توپ تر جاله ورساوۀ.

دا گول د لوبې وېښوونکى و. اسپانيا وېښه او چټکه شوه او ايتاليا هغه جرئت وموند چې دفاع يې ښايي پرې هيره کړه.

د ايتاليا له گوله درې دقيقې نه وې تيرې شوې چې د ارسنل پخواني کپتان فبريگاس د اسپانيا گول وکړ. هغه پاس چې ټوله لوبه اسپانيا ورپسې وه په ٦٣ مه دقيقه کې وشو او فبريگاس پرې گول وکړ.

د لوبې په پاتې برخه کې اسپانيا پر له پسې بريدونه وکړل خو گول يې په برخه نه شو.

همدا دواړه لوبډلې له کرويشيا او ايرلنډ جمهوريت سره مخامخيدونکي دي.

که لومړنۍ لوبه يې د راتلونکي نخښه وي نو د دواړو ماتول به اسانه نه وي.

ورته مطالب