کرويشيا لومړنۍ لوبه له ايرلنډ څخه وگټله

د انځور حقوق s
Image caption د ايرلنډ پاتې دوه لوبې له اسپانيا اوايتاليا سره دي چې د بري هيله ښايي ترې ونه لري.

ايرلنډي لوبغاړي د کرويشيايي هغو سره په پرتله مستعد نه دي خو هوډ او تر پايه د نه تسليمېدا چلند يې کم سارى دى.

همدې وړتياو ته په پام سره هيله دا وه چې کرويشيا به له سختې لوبې سره مخامخ شي.

خو له لوبې درې دقيقې اوښتې وې چې کرويشيا لومړنۍ گول وکړ.

مندوکيچ له گوله شپږ متره ليرې توپ وموند او په سر يې تر جاله ورساوۀ.

له دغه گول وروسته کرويشيا په دفاعي حالت کې شوه.

ايرلنډيانو بريدونه پيل کړ او کيڼ لاس ته د کارنر کونج ته نژدې يې فول وموند.

دا د لوبې ١٩ مه دقيقه وه ، د ايرلنډ لاجر په سر گول وکړ او په دې توگه يې لوبه يو په يو مساوي کړه.

کرويشيا بيا وېښه شوه، پاسونه يې ملا ماتوونکي شول او د لوبې په ٤٣ مه دقيقه کې يالويچ د ايرلنډيانو د يوې تېروتنې څخه په گټې اخيستو د خپل هيواد دويم گول وکړ.

په دويم پړاو کې لا څلور دقيقې نه وې اوښتې چې د مندوکيچ په سر توپ د ايرلنډ پر کيڼې ستنې ولگيد او په راستنيدو د ايرلنډ د گول ساتونکي په سر ولگيد او گول ته ننووت.

لوبه درې يو شوه او ايرلنډ زړۀ ماتى ښکاره شو خو تر پايه د نه تسليمېدا چلند يې تر پايه ورسره پاتې شو.

د يوې پيناتي هڅې غوښتنه يې وکړه چې لوبڅار ورسره ونه منله او دوه درې نور داسې چانسونه يې هم ولرل چې گول پرې کيداى شواى.

خو د کرويشيا بريدونه هم کاري وو، گول يې ونه کړ خو هر ځل داسې ښکاريدۀ چې درې به په څلورو گولونو بدلوي.

په پاى کې کرويشيا ته د بل گول اړتيا پېښه نه شوه، درې يو بري ورته درې پوانيټونه ورکړل او په سي گروپ کې چې اسپانيا او ايتاليا هم شته کرويشيا تر لومړنۍ لوبې وروسته په درې پواينټونو اول مقام لري.

ايتاليا او اسپانيا يو يو پواينټ او ايرلنډ بې له کوم پواينټه دويمې لوبې ته منتظر دى.

د ايرلنډ پاتې دوه لوبې له اسپانيا اوايتاليا سره دي چې د بري هيله ښايي ترې ونه لري.

کرويشيا به په پاتې دوو لوبو کې اسپانيا او ايتاليا ته بې له شکه چې سرخوږى جوړوي.

ورته مطالب