د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنو لوبډله اعلان شوه

Image caption افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره کوي.

د کريکټ د اسيايي سياليو لپاره د افغانستان کريکت بورډ د ١٩ کلنو ملي لوبډله اعلان کړه.

اسټراليايي روزونکى جيوف لاوسن د دې لوبډلې د سلاکار، ولي امين د روزونکي او رييس احمدزي د مرستيال روزونکي په توګه ټاکل شوي دي.

په دغو سياليو کې چې په ماليزيا کې ترسره کيږي د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، نيپال، ماليزيا او د قطر لوبډلې برخه اخلي.

دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، په "الف" ګروپ کې ماليزيا، نيپال، هندوستان او پاکستان او په "ب" ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر او د سريلانکا لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره کوي.

د افغانستان د کريکـټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينوارى وايي چې دوى له تیرو څو مياشتو د ١٩ کلنو لوبډلې د جوړولو لپاره هلې ځلې کولې.

هغه زياته کړه چې لومړى د ١٩ کلنو لوبډلې د ټاکلو په موخه ازموينه واخيستل شوه له لسګونو لوبغاړو څخه ٢٦ تنه او بيا ١٨ پياوړي لوبغاړي وټاکل شول.

د ډاکټر حامد په وينا، غوره شوو ١٨ لوبغاړو ته د نړيوالو او ملي روزونکو له خوا روزنه ورکړل شوه او وروسته د دوى ترمنځ سيالۍ وشوې او له هغې وروسته د ١٩ کلنو ملي لوبدلې لپاره لوبغاړي غوره شول.

د لوبډلې کپتان جاويد احمدي کوي چې د پيل منډه جوړونکى دى او په ملي لوبډله کې هم لوبيدلى دى.

د دۀ مرستيال به د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړى شبير نوري وي.

په نورو پېژندل شويو لوبغاړو کې افسر ځاځى شامل دى چې له هالنډ سره په څلور ورځنۍ لوبه کې د ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى و او ښه ځليدلى و.

تيز بالر افتاب عالم هم په دې لوبډله کې ځاى لري.

نور لوبغاړي يې حشمت شاهدي، نظير ځدراڼ، ناصر جمال، محب الله پاک، نورالحق ملکزى، فطرت خاوري، يامين احمدزى، سيد شيرزاد، فريد ملک، شرف الدين او ضياالحق عيسى خيل دي.

د ١٩ کلنو لوبډله به له ملي لوبډلې سره د پنجشنبې، جمعې او يکشنبې په ورځ په کابل کې درې يو ورځنۍ لوبې د چمتووالي په توگه کوي.

ورته مطالب