پولنډ له روسيې سره مساوي چک يونان وگاټۀ

د انځور حقوق Reuters
Image caption له لوبې شپږ دقيقې نه وې اوښتې چې چک جمهوريت دوه گولونه وکړل او ښه ښکاره برلاسي شول.

د اې گروپ دريمه او څلورمه لوبه چې د برخه والو دويمې لوبې وې د چک جمهوريت ته حياتي ارزښت لارۀ.

چک لومړۍ لوبه له روسيې بايللې وه که په دويمه کې هم مات شوي واى نو دويم پړاو ته د رسيدا هيلې يې ختمې وې.

د چک په وړاندې يونان و چې خپله لومړنۍ لوبه يې له کوربه هيواد پولنډ سره مساوي کړې وه.

په هغه لوبه کې يونان يوه پيناتي هم ضايع کړې وه او له بل لورې چک جمهوريت خپله لومړنۍ لوبه له روسيې څلور يو بايللې وه.

خو له يونان سره چک داسې پيل وکړ لکه خپله وړتيا چې ټولو ته څرگندوي او وايي دا گز او دا ميدان.

له لوبې شپږ دقيقې نه وې اوښتې چې چک جمهوريت دوه گولونه وکړل او ښه ښکاره برلاسي شول.

خو د لوبې په دويم پړاو کې يونان په ٥٢ مه دقيقيه کې يو گول وکړ او داسې هيله پيدا شوه چې ښايي سيالي مساوي کړي.

داسې ونه شول او چک جمهوريت له دې بري سره درې پواينټونه خپل کړل.

په بله لوبه کې کوربه هيواد پولنډ له روسيې سره مخامخ و.

روسيې ښه لوبه پيل کړه، د کپتان ارشاوين پاسونه او چالونه د پام وړ و.

د دۀ په يوۀ پاس د روسيې تر ټولو ځوان لوبغاړي جکاويچ په سر گول وکړ.

دا په دغو سياليو ک د جکاويچ دريم گول دى چې تر دې دمه تر بل هر لوبغاړي ډير گولونه دي.

پولنډ په دويم پړاو ک دفاع ته ملا وتړله او د توپ په موندلو يې ځوابي بريد پيل کړ.

په همداس يوۀ بريد کې پولنډ کپتان بليسکويسکي په ٥٩ دقيقه کې خورا خوندور گول وکړ.

توپ د روسيې د گول ښي لاس ته د ډي له کرښې دباندې پښې ته ورغى. په يوه لمس يې له روسي دفاع توپ ليرې کړ او په کيڼه پښه يې د ډي له کرښې دباندې داسې شاټ وکړ چې د گول په کونج کې تر جاله ورسيد.

د لوبې تر پايه بل گول ونه شو او دغه سيالي مساوي ختمه شوه.

اوس له دوو لوبو وروسته په اې گروپ کې روسيه په څلورو پواينټونو اول، چيک جمهوريت په درو پواينټونو دويم، پولنډ په دوو دريم او يونان په يوۀ امتياز په څلورم نمبر دى.

د دغه گروپ وروستۍ لوبه به درې د شنبه په ورځ ترسره کيږي.

يونان له روسيې سره او چک له پولنډ سره مخامخ دي.

که روسيې له يونان سره لوبه مساوي هم کړه دويم پړاو ته رسېدلې ده.

په بله لوبه کې مساوي شوې بڼه د چک په گټه ده او برى دواړه دويم پړاو ته رسولى شي.

ورته مطالب