جرمني اوپر تگال وگټله، هالنډ او ډنمارک وبايلله

د انځور حقوق AFP
Image caption د جرمني گوميز دوه چانسونه وموندل او دواړه يې په گول بدل کړل.

د روانو اتلوليو تر پيل وړاندې لا سي گروپ ته د لومې او خطر گروپ ويل شوى و.

جرمني، هالنډ او پرتگال هر يو په خپل ځاى د دغو اتلوليو د گټلو وړتيا درلوده او ډنمارک هم اسانه لوبډله نه وه.

اوس د گروپ له درو لوبو دوه شوي دي او لا هم څرگنده نه ده چې کوم دوه به تر کور ته ستنيږي او کوم دوه به دويم پړاو کې بخت ازمويي.

جرمني له پرتگال څخه د لوبې تر گټلو وروسته په دويمه لوبه کې خپل تر ټولو نژدې سيال هالنډ ته دوه يو ماتې ورکړه.

جرمني او هالنډ د فوټبال په لوبه کې داسې سيالان دي لکه د کريکټ په لوبه کې چې هند او پاکستان بلل کيږي.

پر لوبې د هالنډ لاس بر و، توپ تر ډيره ورسره و او د گول وهلو چانسونه يې هم موندل خو د دوى د ستوري وان پرسي بخت د گول مخته خراب ښکاري.

وان پرسي په لومړۍ لوبه کې له ډنمارک سره چانسونه ضايع کړي و دلته هم په پيل کې همداسې ښکاريدۀ.

خو بل لور ته د جرمني گوميز دوه چانسونه وموندل او دواړه يې په گول بدل کړل.

اول گول يې د نڅاگرو پښو ښه ننداره وه. د ډي په کرښه ک توپ کيڼې پښې ته ورغى، داسې تاو شو لکه په اتڼ کې چې څڼيور ځوان مخ ١٨٠ درجې واړوي.

د گوميز اوښتلو د هالنډ دفاع ماته کړه او لومړنۍ گول وشو.

دويم گول د جرمن لوبغاړو کاري پاسونو جوړ کړ. گول وهونکى بيا هم گوميز و.

د دويم گول تر وهلو وروسته جرمنيان پوره برلاسي او ډاډه شول.

هالنډ په دويم پړاو کې د وان پرسي په يوۀ ښکلي گول هيله ومونده خو پايله دوه يو وه.

ډنمارک _ پرتگال

په بله لوبه کې ډنمارک له پرتگال سره خورا ښه لوبه وکړه.

د پرتگال په لوبډله کې د نړۍ يو له ښو لوبغاړو رونالدو لوبيږي خو په دې لوبه ک رونالدو دوه ډير اسانه چانسونه چې يواز له گول ساتونکي سره په کې مخامخ و، ضايع کړل.

پرتگال د لوبې په لومړيو شلو دقيقو کې دوه گولونه کړي وو او داسې ښکاريدل چې دغه لوبه به په اسانۍ وگټي.

خو د ارسنل کلب لوبغاړى بينتنار چې د ډنمارک گول وهونکى دى د لوبې په ٤١ مه او ٨٠ مه دقيقه کې گولونه وکړل او لوبه يې مساوي کړه.

داسې ښکاريدل چ د رونالډو له خوا د چانسونو ضايع کيدل به پرتگال ته گران تمام شي.

خو په ٨٧ مه دقيقه ک د پرتگال وريلا گول وکړ او د ډنمارکيانو زړۀ يې مات کړ.

له دې بري سره پرتگال درې پواينټونه لري، ډنمارک هم درې او جرمني شپږ پوانيټونه خپل کړي دي.

هالنډ لا پواينټ نه لري خو که په وروستۍ لوبه ک هالنډ پرتگال ته لويه ماته ورکړي او جرمني ډنمارک له شکست سره مخامخ کړي جرمني او هالنډ به دويم پړاو ته لار مومي.

که ډنمارک يا پرتگال يو پواينټ وموند هالنډيان کورته ستنوي.

ورته مطالب