له ډي گروپ څخه سويډن کور ته ستنيږي

د انځور حقوق Getty
Image caption دا ٦٤ مه دقيقه وه او له دې وروسته سويدڼ زړۀ ماتى ښکاره شو.

له انگلستان سره په يوې، په پوره لوبه کې تر ماتې وروسته سويډن د روانو سياليو بل هېواد شو چې دويم پړاو ته د رسېدا هيله نه لري.

تر دوى وړاندې د سي گروپ څخه د ايرلنډ جمهوريت له دوو پرله پسې ماتيو وروسته بل پړاو ته د رسېدا هيله له لاسه ورکړې وه.

انگلستان ښه لوبه پيل کړه، تر خپلې لومړنۍ لوبې دلته ښه وځليد، تر ډيره يې توپ په پښه و او پر سويډني گول يې گوزارونه هم کول.

کرول د کپتان جراډ د يوۀ اوږدۀ او لوړ پاس څخه په گټې د لوبې په ٢٣ مه دقيقه کې په سر گول وکړ.

لومړى پړاو د انگلستان په برلاسي پاى ته ورسېد خو په دويم کې سويډن داسې ښکاره شو لکه نوې لوبډله چې يې ميدان ته ايستلې وې.

ميلبرگ په ٤٩ مه او ٥٩ مه دقيقه کې دوه گولونه په سر وکړل او ناڅاپي سويډن نه يوازې د گولونو له مخې بلکې په نوره لوبه کې هم برلاسى شو.

تر ٢٠ دقيقو پورې انگلستان داسې ښکارېدۀ لکه پښو ته چې يې ځولنې لويدلې وي.

د انگلستان بخت هغه وخت بېرته بيداره شو چې تيو والکاټ لوبې ته راغى.

د شمالي لندن د ارسنل کلب دغه زلمى ستورى لکه برېښنا چټک دى.

د دۀ په پښه د ډي له کرښې د باندې يو شارټ د گول جال وخوځاوۀ.

دا ٦٤ مه دقيقه وه او له دې وروسته سويدڼ زړۀ ماتى ښکاره شو.

په ٧٨ مه دقيقه کې د والکاټ ځغاستې دريم گول ته لار جوړه کړه کې د ويلبرک په پونده تر گوله ورسېد.

د ډي گروپ په بله لوبه کې کوربه هېواد اوکرايين له فرانسې دوه صفر ماتې وخوړه.

اوس فرانسه او انگلستان څلور څلور پواينټونه لري، اوکرايين درې او سويډن هيڅ پواينټ نه دى خپل کړى.

راتلونکې اوونۍ د فرانسې او سويډن ، اوکرايين او انگلستان ترمنځ لوبه ده.

که فرانسې او انگلستان خپلې دغه لوبې مساوي هم ختمې کړې دواړه به دويم پړاو ته رسيږي او کوربه هېواد به له اتلوليو وځي.

خو که اوکرايين انگلستان ته ماتې ورکړه او فرانسې له سويډن څخه ماتې ونه خوړه په هغه حالت کې به انگلستان کور ته ستنيږي.

په روانو اتلوليو کې د دويمو لوبو تر پاى ته رسېدا وروسته دا نظر لا پسې پوخ شو چې جرمني او اسپانيا پياوړي دي.

ورته مطالب