پولنډ او روسيه له اروپايي اتلوليو ووتل

د انځور حقوق Reuters
Image caption چک جمهوريت خپله لومړنۍ لوبه له روسيې څلور يو بايللې وه.

چک جمهوريت او يونان لومړني هېوادونه شول چې د روانو اروپايي فوتبال اتلوليو منځلوبو يا کواټر فاينل ته ورسېدل.

په اې گروپ کې له لومړنيو دوو لوبو وروسته دا گومان ډير نه کېدۀ چې د يونان او چک جمهوريت دې دويم پړاو ته ورسيږي.

چک جمهوريت خپله لومړنۍ لوبه له روسيې څلور يو بايللې وه او يونان لومړنۍ لوبه له پولنډ سره مساوي کړې او دويمه له چک جمهوريت څخه دوه يو بايللې وه.

روسيه چې په لومړنيو دوو لوبو کې ښه ځلېدلې وه د ځينو په گومان د دې وړ وه چې لږ تر لږه دويم پړاو ته لار ومومي.

خو يونان د لومړني پړاو په وروستیو شېبو کې يو گول وکړ او تر پايه يې روسيې ته د گول موقع ورنه کړه.

په ٢٠٠٤ کال کې چې يونان په حيرانوونکې توگه اروپايي اتلولۍ وگټلې هالۀ يې له روسيې څخه د لومړي پړاو په يوه لوبه کې درې يو بايللې وه.

د اې گروپ په بله لوبه کې کوربه هېواد پولنډ که دويم پړاو ته لار غوښتى نو بايد يې چک جمهوريت ته ماتې ورکړې واى خو دوى هم يو صفر ماتې وخوړه.

چک جمهوريت په دويمه لوبه ک يونان او په دريمه کې پولنډ ته په ماتې ورکولو شپږ پواينټونه وموندل او د اې گروپ گټونکى شو.

يونان له پولنډ سره مساوي، له چم څخه بايلونکى او روسيې ته په ماتې ورکولو د څلورو پواينټونو څښتن شو.

روسيې هم څلور پواينټونه لرل خو دا چې له يونان څخه يې بايللې وه او د دواړو پواينټونه برابر و نو يونان د اې گروپ دويم هېواد شو چې منځلوبو ته يې لار ومونده.

اوس به په دويم پړاو کې چک جمهوريت د پرتگال، ډنمارک يا هالنډ له لوبډلو څخه يوۀ سره منځلوبه کوي.

يونان ښايي له جرمني سره مخامخ شي.

خو که په حيرانوونکې توگه جرمني له ډنمارک څخه وبايلله په هغه حالت کې ښايي له ډنمارک سره منځلوبه وکړي.

ورته مطالب