دويم کوربه هم له اروپايي اتلوليوو ووت

جان ټیري د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرايين بخت هغه وخت کوټه شو چې لوبڅار د دوى په حقه گول ونه مانۀ.

د اروپا د لويې وچې په فوټبال اتلوليو کې له ډي گروپ څخه اوکرايين له انگلستان څخه لوبه وبايلله او له اتلوليو ووت، سويډن فرانسې ته ماتې ورکړه خو هغوى هم کور ته ستانۀ شول.

د روانو اروپايي فوټبال اتلوليو دواړه کوربانۀ په لومړي پړاو کې له سياليو ووتل.

تر پولنډ وروسته اوکرايين هم له پرله پسې دوو ماتيو وروسته منځلوبو ته ونه رسېد.

انگلستان اوکرايين ته يو صفر ماتې ورکړه خو د کوربنو بخت هغه وخت کوټه شو چې لوبڅار د دوى په حقه گول ونه مانۀ.

توپ د گول ساتونکي تېر شو او د گول تر کرښې هم په هوا کې اوښتى و چې د انگلستان مدافع لوبغاړي جان ټيري په پښه ويوست.

د تلويزيون کامرو وښوودل چې توپ تر کرښې اوښتى و او بايد گول منل شوى واى خو لوبڅارانو ونه ليد اوگول يې ورنه کړ.

تر دې ښه وړاندې د انگلستان وېين روني په سر گول وکړ او يو صفر يې لوبډله وړاندې شوه.

د انگلستان تر گول وړاندې او وروسته ښه لوبه د اوکرايين لوبډلې کوله خو د گول په وهلو نه بريالي کېدل.

په دويمه لوبه کې په حيرانوونکې توگه سويدڼ فرانسې ته دوه صقر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې په ٢٣ پرله پسې لوبو کې فرانسې ماتې نه وه خوړلې.

د سويډن بري هيڅ گټه ورته ونهه لرله ځکه چې انگلستان په اوو او فرانسې په څلورو پواينټونو منځلوبو ته لار موندلې وه.

په منځلوبو کې به انگلستان له ايتاليا سره او فرانسه له اسپانيا سره لوبې کوي.

ورته مطالب