۱۹ کلن افغان کریکټ لوبغاړي اسیايي کپ کې لوبېږي

کریکټ لوبغاړي د انځور حقوق BBCPashto
Image caption د ۱۹ کلنو کریکټ لوبډله د روانې جون پر ۱۱مه اعلان شوه، چې ځینو تیزو بالرانو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کريکټ ١٩ کلنه لوبډله د چهارشنبې په ورځ (جون ۲۰) د اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته روانه ده.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، دا لوبې به د مالیزیا کولالامپور په ګډون په ګڼو نورو ښارونو کې هم ترسره شي.

لوبې د جون پر ۲۳مه نېټه پیلېږي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري، چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې مالیزیا، هندوستان، نیپال او پاکستان او په بي ګروپ کې بیا افغانستان، بنګله دېش، قطر او سریلانکا دي.

په دغو ۵۰ اووریزو لوبو کې لومړی افغانستان د جون پر ۲۳مه، له سریلانکا، سره لوبېږي، هند به له مالیزیا، نیپال له پاکستان او بنګله دېش له قطر سره لوبه وکړي.

د جون پر ۲۴مه افغانستان له قطر، پاکستان له هندوستان، بنګله دېش له سریلانکا او مالیزیا له نیپال سره لوبه لري.

دغو لوبو ته له څو ورځو راهیسې جلال اباد کې چمتووالی روان و.

د ۱۹ کلنو کریکټ لوبډله د روانې جون پر ۱۱مه اعلان شوه، چې ځینو تیزو بالرانو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

ورته مطالب