د رونالډو گول پرتگال نيمه پايلوبو ته ورساوۀ

رونالدو
Image caption رونالدو په ٧٩ مه دقيقه کې گول وکړ او ورسره يې خپل هېواد نيمه پايلوبو ته ورساوۀ

د چک جمهوريت او پرتگال ترمنځ لوبه تر ډيره يو اړخيزه وه.

پرتگال بريد کاوۀ او چک جمهوريت دفاع ته ملا تړلې وه خو کله چې به يې وار شو نو کاري بريدونه يې هم کول.

د چک جمهوريت لوبغاړو له ځينو بريدونو سره هم يو ځل د پرتگال گول ساتونکى ونه ځوراوۀ.

خو پرتگال او په تېره بيا کرستيانو رونالدو پرله پسې د چک گول او گول ساتونکى کړاوۀ.

دۀ دوه وارې د چک جمهوريت د گول ستن وخوځوله او گول ساتونکى يې هم ځينو دفاعو ته اړ کړ.

د پرتگال لوبغاړي له خپلې لومړنۍ لوبې پرته چې له جرمني سره يې لرله په نورو لوبو کې وار په وار وغوړيدل.

رونالدو چې په دوو لوبو کې گول نه و کړى په پاتې دوو کې يې اوس درې گولونه وکړل.

د دوى دفاع ښه ده، منځډگري لوبغاړي يې ښه ټوله لوبه کوي او په بريد کې که بل هيڅوک هم نه وي يوازې رونالدو بس دى چې هر چا ته سرخوږى جوړ کړي.

چک جمهوريت بيا دفاع ښه تر ټولو پياوړې وسله بلله.

خو چې په ٧٩ مه دقيقه کې دا هيله هم په ناهيلۍ بدله شوه کور ته ستنېدل يې يوازينۍ لار وه.

په نيمه پايلوبه کې به پرتگال له اسپانيا يا فرانسې سره مخامخيږي.

اسپانيا او فرانسه د شنبې په ورځ له يو بل سره مخامخيږي.

ورته مطالب