جرمني څلور دوه يونان مات او نيمه پايلوبو ته ورسېد

د انځور حقوق AFP
Image caption د جرمني صدراعظمه انگېلا مېرکل د خپل هېواد ګول کولو ته خوشحاله ده.

تر لوبې وړاندې لا څرگنده وه چې يونان به د خپل گول مخته دېوال جوړوي چې جرمني يې تر جاله توپ ونه رسوي.

همداسې وشول پرله پسې د يونان ټول لوبغاړي دفاع ته ودرېدل.

د لومړي پړاو په ٣٦ مه دقيقه کې د جرمني گول ساتوونکى له خپله گوله ښه ليرې د ميدان په منځ منځ کې ولاړ و او لکه د يوۀ منځگري لوبغاړي يې لوبه کوله.

علت يې څرگند و، يونان بريد نه کاوۀ او د جرمني ټول لوبغاړي په بريد اخته وو.

په ٣٩ مه دقيقه کې د جرمني مدافع لوبغاړي او کپتان فيليپ لام د ډي له کرښې دباندې شارټ وواهۀ چې تر جاله ورسېد.

هيله دا وه چې يونان به اوس بريد ته راووځي خو هغوى لا هم دفاع کوله.

د لوبې په دويم پړاو کې د څو شېبو لپاره يونان حملې ته مخه کړه او يو گول هم وکړ چې تر څه وخته لوبه مساوي شوه.

خو د يونان دغه گول لکه چې جرمنيان غصه کړل.

بريدونه يې لا ډير او کاري شول.

په لږه شېبه کې يې درې نور گولونه وکړل او د نورو امکان هم و خو د يونان گول ساتوونکي يې مخه نيوله.

د لوبې په وروستېو شېبو کې چې جرمني په بري غره او ډاډه و يونان پيناتي هڅه وموندله.

لوبڅار هغه توپ په لاس وهلى وباله چې د جرمن لوبغاړي په لاس ولگېد خو د لوبغاړي شا وه او توپ يې نه ليد.

که لوبه مساوي واى ښايي لوبڅار دا پيناتي نه واى ورکړې.

يونان دويم گول په پيناتي وکړ خو ورسره کور ته ستانۀ شول او جرمني نيمه پايلوبو ته په پوره قوت ورسېد.

په نيمه پايلوبه کې به جرمني د ايتاليا او انگلستان د سيالۍ له گټونکي سره لوبه کوي.

که په اوسنۍ بڼه روان وي د جرمن لوبغاړو ايسارو اسانه نه دي.

ورته مطالب