کریکټ: افغانستان په لوی توپیر قطر مات کړ

Image caption پرون (شنبه) سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کریکټ تر نولس کلونو ټیټ عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه چې له قطر سره وه په لوی توپیر وګټله.

نن (یکشنبه/ جون۲۴) بیا هم افغان لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

خو نن یې د پرونۍ لوبې په پرتله چې له سریلانکا سره وه، ښې منډې جوړې کړې. که څه هم خپل ټول پنځوس اورونه یې ونه شو لوبولی.

افغانستان د شپږڅلوېښتم اور په څلورم توپ خپل وروستی لوبغاړی هم له لاسه ورکړ او ۳۰۸ منډې یې جوړې کړې، چې قطر ته یې ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.

نور الحق ۵۳، شبیر نوري ۵۱، حشمت الله شهیدي ۳۳ او جاوید احمدي ۲۷ منډې جوړې کړې.

د قطري لوبډلې لوبغاړو عمر اشتیاق او علي اشتیاق د افغان لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

نن د افغان لوبډلې توپ اچونه د پرون په پرتله ډېره ښه وه او د قطر لوبډلې ته یې د منډو جوړولو فرصت نه ورکاوه.

جاوید احمدي پنځه ویکټې واخیستې، شبیر نوري، آفتاب عالم د قطر د لوبډلې دوه دوه لوبغاړي او نجیب الله ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د قطر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې جوړې کړې او افغانستان دا لوبه په ۱۹۱منډو وګټله.

د افغانستان راتلونکې لوبه به له بنګله دیش سره وي.

ورته مطالب