د کريم په کپتانۍ افغان لوبډله ايرلنډ ته وخوځېده

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د خپل کپتان نوروز منگل په نشتوالي د ايرلنډ په لور رهي شوې چې له خورا سختې لوبډلې سره به لوبې کوي. کپتان کريم صادق دى او حميد حسن لا هم نشته.

د افغانستان د تر ټولو بريالي کپتان نوروز منگل او خورا کاميابه بالر حميد حسن په نشتوالي کې افغان لوبډله ايرلنډ ته رهي شوې ده.

د افغانستان کريکټ بورډ وايي ملي لوبډله د لویو وچو (انټرکانټنینټال کپ) سیالیو لپاره له ایرلینډ سره د لوبې تر سره کولو په هيله له کابله د ایرلینډ په لور خوځېدلې ده.

په ملي لوبډله کې نور علي ځدراڼ او ميرويس اشرف هم نه ترسترگو کيږي.

د ملي لوبډلې د بالينگ برخه د حميد حسن په نشتوالي کې هم پياوړې ښکاري خو د بيټينگ برخه به يې د ايرلنډ په شرايطو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ وي او داسې ښکاري چې د نور علي ځدراڼ او نوروز منگل نه گډون به لوى سرخوږى جوړ کړي.

نوروز منگل له ١٩ کلنو لوبډلې سره په يوه دوستانه سيالۍ کې گوته خوږ کړې وه او د نور علي ځدراڼ د نشتوالي دليل څرگند نه دى.

د افغانستان کريکټ ملي لوبډله به د جولای میاشتې په دریمه او پنځمه نیټه، د ایرلیڼد له ملي لوبډلې سره دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي او تر هغې وروسته به د همدې میاشتې په نهمه نیټه، د دغه هېواد له لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي.

د افغانستان د کريکټ بورډ وايي که له ایرلینډ څخه افغانستان د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ وگټي نو افغانستان به د ۲۰۱۵ کال نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو ته لاره ومومي او د دې ترڅنګ به د څلور ورځنۍ لوبې ګتل هم افغانستان د لویو وچو (انټرکانټینتال کپ) سیالیو پايلوبې ته نژدې کړي.

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې ځای ناستی کپتان کریم خان صادق وایي د دوو نړیوالو لوبو ګټل د افغانستان لپاره مهم او خورا ارزښت لري ځکه له دې سره افغانستان د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو جام ته لاره مومي.

له ایرلینډ سره د لوبو لپاره د افغانستان لپاره دا لوبغاړي غوره شوي دي.

کريم خان صادق ( کپتان) نبي عيسى خېل، شهزاد محمدي، شاه پور ځدران، دولت ځدران، جاوېد احمدي، شبير نوري، نور الحق ملکزى، عزت الله دولتزى، نجيب ځدران، سميع الله شينوارى، حمزه هوتک، امير منګل، ګلبدين نايب او اصغر ستانکزى.

کبيرخان د توپ اچونې برخې روزونکی، دولت احمدزی مرستیال روزونکی، امیش پټوال د توپ وهنې برخې روزونکی او شفیق الله ستانکزی د لوبډلې مدیر.

د لویو وچو (انټرکانټنیتال کپ) سیالۍ د هرو دوو کلونو په اوږدو کې ترسره کیږي او د افغانستان په ګډون اته هېوادونه پکې ګډون کوي.

افغانستان که څه هم چې تیر ځل د لویو وچو(انټرکانټینټال کپ) سیالیو اتلولي خپله کړې وه خو اوس د دغو لوبو په جدول کې د ۳۷ نمرو په لرلو سره په دوهم مقام کې ځای لري، ایرلینډ د ۵۴ نمرو په لرلو سره په لومړي مقام کې دی.

ورته مطالب