نړېوال کريکټ ستورى: افغانستان ښه راتلونکى لري

استراليايي پخوانى ستورى په دې باور دى چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله په ډيرې لږې نورې خوارۍ خورا ښه راتلونکى لرلى شي.

جيف لارسن چې د استراليا يو له وتليو پخوانيو کريکټ ستوريو څخه دى او له لوبې وروسته يې په روزنه لاس پورې کړى نن سبا د افغانستان د ١٩ کلنو د لوبډلې روزونکى دى.

دى به په نړيوالو اتلوليو کې د افغان ١٩ کلنې لوبډلې روزنه په غاړه لري خو اوس هم په ماليزيا کې له افغان لوبډلې سره ملگرى دى.

په ماليزيا کې د اسيا د اتلوليو په ترڅ کې د افغانستان د ١٩ کلنو د لوبډلې روزونکى ولي امين بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې جيف لارسن اوس افغان لوبغاړي څاري چې د نړيوالو اتلوليو لپاره خپل پلان ورته جوړ کړي.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې جيف لارسن وويل دى د افغان لوبغاړو له استعداده متاثره شوى دى.

لارسن وويل: " افغان لوبغاړي ډيرې لږې خوارۍ ته اړتيا لري، په مڼډو کې حوصله بايد وکړي او دا زده کړي چې پنځوس سره اوورونه ولوبوي."

پخواني استراليايي ستوري وويل دا د مايوسۍ خبره نه ده چې ځوان لوبغاړي بيړه وکړي ځکه چې د دۀ په وينا د هغو هېوادونو ځوان لوبغاړي هم همداسې دي چې دا څو پېړۍ په کې کريکټ لوبه کيږي.

"ځوان لوبغاړي غواړي چې په هر توپ شپږيزه او څلوريزه ووهي، دا عادت يې بايد بدل شي خو ان په همدې اوسنۍ بڼه يې هم ځينې لوبغاړي د دې وړ دي چې په ملي لوبډله کې ولوبيږي او لوبيږي "

د بي بي سي پښتو وېبپاڼې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د استراليا په شرايطو او لوبغاليو کې افغان لوبغاړي ځليدلى شي که نه جيف لارسن ډير هيله من وو:

" د ١٩ کلنو نړيوالې اتلولۍ د اگست په مياشت کې کيږي چې په استراليا کې د کريکټ د لوبيز کال پيل دى او په دې وخت کې پيچونه يا ميدانونه هغومره تيز او توپ په کې دومره نه لوړيږي چې نور کله يې په استراليا کې وينو. دغه راز افغان لوبغاړو دلته په ماليزيا کې په داسې ميدانونو ښه لوبه وکړه چې استراليا ته يو څه ورته دي نو زۀ کومه ستونزه نه وينم."

جيف لارسن د افغانستان د تيزو بالرانو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى ښايي ژر په ملي لوبډله کې ځاى ټينگ کړي.

ورته مطالب