١٩ کلنو کريکټ لوبغاړو بنگله ديش ته ماتې ورکړه

Image caption افسر خان ځاځي او جاويد احمدي ښه پيل درلود.

په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو په کريکټ اتلوليو کې افغانستان بنگله ديش ته د اوو لوبغاړو په لرلو ماتې ورکړه.

افغانستان به اوس په نيمه پايلوبو کې له پاکستان سره لوبه کوي.

په يوه باراني ورځ بنگله ديش د پچې له گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله.

بنگله ديشي لوبغاړو له خپلې لويې تجربې په گټې اخيستو ښه پيل وکړ خو افغان لوبغاړو په پرله پسې توگه د دوى کسان سوځول.

د افغانستان له لورې کپتان جاويد احمدي ښه بالينگ وکړ دۀ د ٢٥ منډو په ورکړه درې کسه وسوځول.

افتاب عالم هم درې کسه وسوځول خو ٥١ منډې يې ورکړې.

بنگله ديش په خپلو ټاکلو ٥٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ٢٤٠ منډې وکړې.

د دوى په وروستيو درو اوورونو کې ٤٣ منډې وشوې او داسې ښکاره شوه چې افغان لوبغاړو ته به د يوې تجربه لرونکې لوبډلې له خوا دومره لوى ټاکل هدف ترلاسه کول گران وي.

افغان لوبغاړو ورو لوبه پيل کړه خو باران پيل شو او لوبه يې ودروله.

کله چې باران ودريد افغانستان ته په ٤٢ اوورونو کې د ٢٢٢ منډو هدف غوره شو.

افسر خان ځاځي او جاويد احمدي ښه پيل درلود.

افسر په ٤٦ منډو هغه وخت وسوځېد چې په ٢٢ اوور کې افغانستان ٧٧ منډې کړې وې.

له کپتان جاويد احمدي سره شبير نوري ودريد.

کله چې په ٣٥ اوور کې جاويد احمدي په ٧١ منډو سوځيد افغانستان ١٧٤ منډې کړې وې.

شبير نوري هم ژر په ٥٦ منډو سوځېد.

دغو دواړو تجربه لرونکو تنکيو افغانانو په خپلو کې پنځه شپږيزې او ١٠ څلوريزې ووهلې.

په دوى پسې نجيب ځدراڼ راغى چې يوازې په ١٨ توپونو يې ٣٣ منډې وکړې او تر ټاکلي وخت يو اوور وړاندې يې هدف ترلاسه کړ.

ورته مطالب