دلما ملحس د اس له کبله له اولمپیک بې برخې شوه

دلما ملحس د انځور حقوق
Image caption دلما ملحس دوه کاله مخکې د سنګاپور د ځوانانو په اولمپیک لوبو کې ګډون کړی و.

د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک سیالیو کې د سعودي اس ځغلوونکې دلما ملحس پر خپل اس د ډېر فشار راوړلو له کبله د اولمپیک له سیالیو وایستل شوه.

د برتانیا لندن کې د اولمپیک سیالۍ د روان کال د جولای پر ۲۷مه د اګست تر ۱۲ پورې دوام لري.

له اولمپیک سیالیو د دلما محلس د ایستلو اعلان د اس ځغلونې نړیوالې اتحادیې د تېرې دوشنبې په ورځ وکړ.

ددغې اتحادیې عمومي مشر اینګمار دیووس ویلي "د ځینو هغو رسنیو د رپوټونو خلاف، چې وايي سعودي اس ځغلوونکې دلما ملحس په لندن اولمپیک سیالیو کې ګډون کوي، له بده مرغه چې آغلې ملحس د لندن له اولمپیک سیالیو وایستل شوه."

نوموړی زیاتوي "سربېره پر دې، موږ پوهېږو چې د اولمپیک نړیواله کمیټه د ځینو نورو سعودي ښځینه لوبغاړو په اړه په نورو سیالیو کې غور کوي."

دغې اتحادیې له اولمپیک لوبو د ملحس د ایستلو اصلي علت دا ښودلی چې ګني پر خپل اس یې له اندازې ډېر فشار راوړی دی.

له لوبو د نوموړې د ایستلو اعلان ایله یوه ورځ وروسته تر هغه وشو، چې لندن کې د سعودي سفارت وویل چې عربستان د اولمپیک لوبو کې د سعودي ښځينه لوبغاړې د ګډون اجازه ورکړې ده.

دلما ملحس دوه کاله مخکې د سنګاپور د ځوانانو په اولمپیک لوبو کې ګډون کړی و.

ورته مطالب