افغان ١٩ کلنه کريکټ لوبډله په نيمه پالوبه کې ماته شوه

افغان لوبډله
Image caption افغان تنکيو ځوانانو بنگله دېش ته په ماتې ورکولو ډېر حيرانه کړل خو په نيمه پايلوبه کې له ماتې سره مخامخ شول

د پاکستان لوبډلې د پچې له گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله او ښه تېزه لوبه يې وکړه.

د پاکستان د ١٩ کلنو په لوبډله کې داسې لوبغاړي شته چې يا په ملي ټيم کې لوبېدلي او يا ورنژدې دي او ښه تجربه لري.

افغان بالران د دوى د تېزې لوبې په وړاندې بې سېکه ښکاره شول.

په ٥٠ اوورونو کې يوازې درې پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل.

پاکستان خپل لومړنى لوبغاړى په ١٥ اوور کې له لاسه ورکړ چې ٦٩ منډې شوې وې.

دويم لوبغاړى يې په ١٤٥ او دريم يې په ٢١٤ منډو وسوځېد.

پاکستان د ٢٩٧ منډو هدف وټاکۀ چې خورا ډېر و.

د افغانستان پيل ښه نه و.

که څه هم په اوول اوور کې ١١ او په دويم کې ١٢ منډې وشوې خو د لومړي اوور په وروستي توپ افسر ځاځى وسوځېد.

افغان لوبغاړو په پرله پسې توگه لوبغاړي له لاسه ورکړل او دوه داسې لوبغاړي ټينگ نه شول چې تر څه وخته لوبه وکړي.

يوازې محب الله پاک په ٤١ منډو تر يوۀ وخته ودرېد.

په ٤٠ اوور کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي په ١٤٥ منډو له لاسه ورکړل او په دې ډول يې په ١٥١ منډو ماتې وخوړه.

په نيمه پالوبه کې ماتې په دې د پام وړ ده چې افغانستان په دې سياليو کې د هند، پاکستان، سرېلنکا او بنگله دېش سره مخامخ وو چې د نړۍ په څلورو مهمو لوبډلو کې بلل کيږي.

بې له شکه چې دا تجربه به په نړيوالو اتلوليو کې چې د اگست په مياشت کې په استراليا کې ترسره کيږي افغان لوبغاړو ته گټوره ثابته شي.

ورته مطالب