ایټاليا جرمني ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ورسېده

د انځور حقوق AP
Image caption د ايتاليا د لوبډلې په زړۀ کې ٣٣ کلن پېرلو يو وار بيا وځلېد.

په نړيوالو اتلوليو يا اروپايي سياليو کې جرمني او ایټالیا تر دې وروستۍ لوبې وړاندې اووه ځله مخامخ شوي وو او په دې ټولو لوبو کې برى د ایټالیا په برخه شوى و.

خو دا ځل هيله دا وه چې د جرمني ځوانه لوبډله به برلاسې وي.

د لوبې پيل همداسې وشو.

ایټالیا دفاع کوله او جرمني پرله پسې بريدونه کول.

د ایټالیا د لوبډلې په زړۀ کې ٣٣ کلن پېرلو يو وار بيا وځلېد.

د دۀ کنټرول او ملا ماتوونکي پاسونه د جرمني دفاع ته چې تر دغې لوبې په روانو سياليو کې ښه نه وه ازمايل شوې، لوى سرخوږى جوړ کړ.

ماريو بيلتولي لومړى په سر او بيا په ښۍ پښه دوه گولونه وکړل او د لوبې تله يې کږه کړه.

جرمني لکه هېښه شوې چې وي تر يوۀ وخته بې سېکه او بې نظره ښکاره شوه.

په دويم پړاو کې جرمني بيا ښه لوبه پيل کړه او څو گول وهونکي چانسونه يې وموندل خو د ایټالیا دفاع کلکه وه.

د لوبې په وروستېو شېبو کې جرمني د پينالتي يوه هڅه وموندله چې مسعود اوزيل گول وکړ، نور وخت نه و او ایټالیا دوه يو بريالۍ شوه.

د ایټالیا د لوبغاړو پر مټو توره پټۍ تړلې وه دا په افغانستان کې د تېرې دوشنبې په ورځ د يوۀ ایټالیايي عسکر د وژنې د وير لپاره و.

خو د لوبې په ختمېدا د لوبې د ډگر وير د جرمني په برخه شو.

د يکشنبې په ورځ به اسپانيا له ایټالیا سره لوبه کوي.

که اسپانياييانو پېرلو کنتول کړ ښايي خپله اتلولي وساتي خو که د نورو په څېر دوى هم پاتې راغلل نوى اتل به ووينو

ورته مطالب