اسپانيا اروپايي اتلولي ايتاليا ته په ماتې وساتله

د انځور حقوق Getty
Image caption اسپانيا له دې بري سره گڼ ريکارډونه ټينگ کړل.

اسپانيا د ٢٠١٢ کال د اروپا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ له ايتاليا سره د سي گروپ په يوه لوبه پيل کړې او پاى يې هم له همدې لوبډلې سره وکړ.

هغه لوبه مساوي وه خو دا يوه بشپړه يو اړخيزه وه چې د اسپانيا برلاسي په کې له پيله تر پايه ښکاره وه.

اسپانيا د لوبې په هر پړاو کې دوه گولونه وکړل، د نورو توان يې هم درلود او داسې برى يې وموند چې څه په کې د ويلو نه شو پاتې.

څلور کاله وړاندې چې اسپانيا وروسته له څلورو لسيزو مهمې اتلولۍ گټلې په پايلوبه کې يې جرمني يو صفر مات کړى و.

دوه کاله وړاندې يې د نړيوالو اتلوليو په پايلوبه کې هم له هالنډ څخه لوبه يو صفر گټلې وه.

دا ځل هم اټکلونه دا وو چې د ايتاليا کلکه دفاع او د اسپانيا تر اړتيا ډير پاسونه به لوبه په يوۀ نيم گول ختموي.

خو ټول اټکلونه د لوبې له پيل سره سم غلط ښکاره شول.

اسپانيا بيا هم تر اړتيا ډير پاسونه کول چې ځينو ته زړۀ تنگوونکي وو خو د ايتاليا د دفاع ملا يې په بشپړ کمال ماتوله.

اسپانيايي لوبډلې يو وار بيا بې له کوم فارورډ يا بريدکوونکي لوبغاړي لوبه پيل کړې وه خو د دوى ټولو لوبغاړو بريد کاوۀ.

د ايتاليا تر ټولو ښه لوبغاړى پېرلو د اسپانيايي لوبغاړو له لورې داسې راگېر و چې دوه پاسونه يې نه شواى کولى.

د پېرلو په تړلو او د خپلې ښې لوبې په ترسره کولو اسپانيا په اسانۍ دا لوبه څلور صفر وگټله.

اسپانيا له دې بري سره گڼ ريکارډونه ټينگ کړل.

لومړنى هېواد شو چې سر په سر يې د اروپا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ وگټلې.

له جرمني وروسته دوېم هېواد شو چې د اروپا د لويې وچې اتلولۍ يې درې ځله خپلې کړې دي.

لومړنى هېواد دى چې درې نړيوالې سيالۍ يې يو په بل پسې په برياليتوب پاى ته ورسولې.

په ٢٠٠٨ کال کې يې د اروپا د لويې وچې ، ٢٠١٠ کال کې يې د نړيوالې اتلولۍ او اوس دا دى د اروپا د لويې وچې اتلولۍ وگټلې.

په ٢٠١٤ کال کې چې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ په برازيل کې ترسره کيږي ښايي يو وار بيا د ټولو سترگې دوى ته ورواوړي او په څلورم پرله پسې ځل هم اتلولي د دوى وي.

ورته مطالب