ايرلنډ له افغانستان سره کريکټ لوبې پيلوي

کريم صادق
Image caption کريم صادق دا ځل د ملي لوبډلې کپتان دى

د ايرلنډ جمهوريت او افغانستان ترمنځ د دوو يو ورځنيو او يوې څلور ورځنۍ لوبې لړۍ د سه شنبه ( د جولاى دريمه) په ورځ په ډبلېن کې پيليږي.

لومړۍ لوبه يوه ورځنۍ ده چې د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لپاره خورا مهمه ده.

افغان لوبډله په دغو لوبو کې د کپتان نوروز منگل او تېز بالر حميد حسن په نشتوالي ميدان ته وتونکې ده.

نور علي ځدراڼ او ميرويس اشرف هم په لوبډله کې نشته.

د ايرلنډ روزونکى او د ويسټ انډيز پخوانى لوبغاړى فېليپ سېمينز وايي افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې تر بل هر چا ايرلنډ ته ډير سرخوږى جوړ کړى دى.

په وروستي ځل څو مياشتې وړاندې ايرلنډ په دوبۍ کې افغان لوبډلې ته په شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړې وه.

سېمنز وايي په تېرو دوو درو کلونو کې ايرلنډ او افغانستان ډير سره مساوي پاتې شوي دي په دې مانا چې څومره برى چې زموږ وو هغومره د افغانانو وو.

د افغان لوبډلې کپتان دا ځل د نوروز منگل په نشتوالي کې کريم صادق دى.

د ايرلنډ تکړه تېز بالر رنکېن هم په دې لوبو کې ښايي برخه وانه خلي ځکه چې ټپي شوى دى.

خو د ايرلنډ اته لوبغاړي داسې دي چې په دې تېرو څو مياشتو کې يې د انگلستان په فسټ کلاس سياليو کې له کاونټيو سره لوبې کړي دي او لوبو ته ښه چمتووالى لري.

په ايرلنډ کې که څه هم افغان لوبډله له تېرې يوې اوونۍ شته خو د چمتو والي دوه لوبې يې د ورښت له کبله ترسره نه شوې.

د بي بي سي پښتو وفيسبوک پاڼه به د دغو لوبو حال درکوي.

ورته مطالب