افغانستان د فوټبال په درجه بنديو کې مخکې شو

Image caption افغانستان څو مياشتې مخکې په هندوستان کې د فوټبال په سياليو کې نيپال او سرېلانکا ته په ماتې ورکړې وه

د فوټبال د نړيوال فدراسيون په نويو خپرو شويو درجه بنديو کې افغانستان ١٦٢ مقام موندلى دى.

د ٢٠٨ هېوادونو په درجه بنديو کې دا د افغانستان تر ټولو لوړ مقام دى چې د فوټبال په ډگر کې يې ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر ټولو لوړ مقام ١٦٤ و چې تېر کال يې موندلى و.

افغانستان د تېر کال په پرتله شپږ نمرې ترلاسه کړي دي او ټول ټال يې ١٢٢ پواينټونه ترلاسه کړي دي.

هندوستان په ١٦٣، پاکستان په ١٧٢ ، سريلانکا په ١٨١ او بنګله دېش په ١٥١ مقام کې دى.

خو د افغانستان بل ګاونډې هېواد ايران په پنځوسم مقام کې ځاى لري.

اسپانيا چې څو ورځې مخکې يې اروپايي اتلولي هم ګټلى دى د فوټبال په نړيواله درجه کې لومړى، المان دويم، يوراګواى درېيم، انګلستان څلورم، پرتګال پنځم، ايټاليا شپږم، ارجنټاين اووم، هالنډ اتم، کروېشيا نهم او ډنمارک په لسم مقام کې ځاى لري.

برازيل په لومړي ځل د ١٠ مخکښو هېوادونو له کتاره وتلى او اوس په ١١ نمبر کې ځاى لري.

افغانستان څو مياشتې مخکې په هندوستان کې د فوټبال په سياليو کې نيپال او سرېلانکا ته په ماتې ورکړې وه او په پايلوبه کې يې له کوربه هېواده بايللې وه.

ورته مطالب