افغانستان يو ورځنۍ لوبه له ايرلنډ څخه وبايلله

د انځور حقوق
Image caption کريم صادق ښه کپتاني وکړه او په پرله پسې توگه يې بالران بدل رابدل کړل.

ايرلنډ ته تر سفر وړاندې لا دا اندېښنه وه چې افغان لوبغاړي به د هغه ځاى په لنده هوا کې ښه لوبه ونه کړي.

افغان لوبغاړي د اسيا په وچو لوبغاليو کې روږدي دي او د ايرلنډ له ورښته ډکه هوا د ايرلنډي بالرانو لپاره خورا اسان ځاى دى.

همداسې وشول. افغان لوبغاړو يو په بل پسې ځانونه وسوځول او ټوله لوبډله يې يوازې په ١٠٤ منډو سوځوېدۀ.

زلمي نجيب ځدراڼ تر ټولو ښه لوبه وکړه خو نور لوبغاړي يې ونه ځلېدل.

اوس به افغان لوبډله په دې هېله وي چې په څلور ورځنۍ لوبه کې د يو ورځنۍ هغې تېروتنې تکرار نه کړي.

له دوه ورځنيو ورښتونو او د لوبغالي له لوندوالي وروسته چې د پنجشنبې په ورځ لوبڅارانو د لوبې د پيل اعلان وکړ نوي افغان کپتان کريم صادق پچه وگټله او لومړى يې ايرلنډ ته د منډو بلنه ورکړه.

افغانستان د دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ له خوا بالېنگ پيل کړ.

شاپور په پيل کې اووه اوورونه وکړل چې درې کسه يې په کې وسوځول او د ايرلنډ لوبډله يې له فشار سره مخامخ کړه.

حمزه هوتک هم ښه بالېنگ وکړ او په خپلو کيڼ لاسو ورو بالونو يې دوه کسه وسوځول. دولت ځدراڼ هم دوه کسه وسوځول

کريم صادق ښه کپتاني وکړه او په پرله پسې توگه يې بالران بدل رابدل کړل.

ايرلنډيانو ښه او اوږده ملگرتيا ونه موندله خو تجربه لرونکى کيڼ لاسى لوبغاړى ايډ جوايس يې تر پايه ودريد.

دۀ پنځوسيزه وکړه او تر پايه يې افغان لوبغاړو ته سرخوږى جوړ کړ.

جوايس يو وخت د انگلستان په ملي لوبډله کې لوبه کوله او هغه تجربه يې په پوره قوت دلته وکاروله.

کريم صادق د ځان په گډون ټول اووه بالران وکارول خو سميع الله شينواري ته يې تر پايه بالېنگ ورنه کړ چې حيرانونکې خبره وه.

له حميد حسن وروسته په نړيوالو رسمي لوبو کې سميع الله شينواري تر ټولو ډير لوبغاړي سوځولي دي.

اوس به د ايرلنډ په ورځ پوښلي اسمان کې افغان لوبغاړو ته دا منډې اسانه نه وي خو لږ تر لږه دوى دومره پوهېږي چې ايرلنډيان تر دې د لا ډيرو منډو وړتيا هم لري نو د بري ښه موقع په لاس ورغلې ده.

د دې لوبې مخامخ حال د بي بي سي له پښتو فيسبوک پاڼې موندلى شئ

ورته مطالب